آرډيننس سره د کلبهوشن د خوشې کولو څه قسمه تعلق نشته,فروغ نسيم

وفاقي وزير فروغ نسيم وئيلي چې جاري شوي آرډيننس سره د هند ملا ماته شوې ده ولې د آرډيننس له لارې د جاسوس کلبهوشن د خوشې کولو خبرې دروغ دي.

د قامي اسمبلۍ غونډه کښې وفاقي وزير فروغ نسيم وئيلي که جاري شوي آرډيننس سره هند جاسوس کلبهوشن د خوشې کيدو لار جوړيدې نو بيا به زۀ هم د اپوزيشن ګوندونو سره په احتجاجي لاريون کښې شريک اووم خو ولې دغه ټولې خبرې دروغ دي.

دوي وئيلي چې هند جاسوس کلبهوشن په اړه حکومت درسته فيصله کړې وه که د نړيوال عدالت فيصله نه وې منلې شوې نو هند بيا د سلامتي کونسل لاره خپلوله او دا چې د پاکستان پرضد داسې قراردادونه منظور کړے شوي وو چې بنديزونه به پکښې لګيدلي وو.

قامي اسمبلۍ ته فروغ نسيم وئيلي چې د نړيوال عدالت فيصله وه چې هند جاسوس ته به قونصلر رسد ورکولې شي او دا چې پاکستان د نړيوال عدالت د فيصلې ترمخه آرډيننس جاري کړے دے.

دوي قامي اسمبلۍ غړو ته باور ورکړې چې کلبهوشن د پاکستاني اولس دښمن دې او د هغه په سزا کښې څه قسمه کمې نشي کولې او يو حکومت هم دې کښې نرمي نشي کولې ځکه چې د همد جاسوسان د پاکستان امن ته زيان رسولو لپاره منفي هلې ځلې کوي.

وفاقي وزير دا هم وئيلي چې د آرډيننس مقصد د هند لاسونه ماتول وو او پاکستان په هغې کښې کاميابه شو او دا چې آرډيننس د قانون ترمخه جاري کړے شوې دے.

د يادونې وړ ده چې حکومت پاکستان د کلبهوشن ياديو د سزا په اړه د نړيوال عدالت په فيصله عمل کولو لپاره اسلام آباد هائي کورټ کښې درخواست دائر کړے دے.

شیئر یې کړی