هېواد به نه ديواليه كېږي,وفاقي وزیر محمد اسحاق ډار

اسلام آباد: د خزاني وفاقی وزیر سېنېټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي هېواد به نه ديواليه كېږي،په زړه پوري هڅي كوو چې آئی اېم اېف سره دويم پروګرام هم بشپړ كړے شي، د قامي معیشت نمو او هغه بيا د نړۍ ۲۴م لوي معیشت جوړولو كار پيل شوے،دا يو لوي چیلنج دے خو په دې كښې به بريالي كېږو، اېف بی آر هیډ کوارټرز كښې د نوي مالي كال وفاقی بجټ تجاویز او سفارشات په اړه د غونډي مشرۍ كښې ده ووئيل په دې كښې هيڅ شك نشته چې هېواد د مشكل دور څخه تيريږي خو انشاء الله بزنس کمیونټی او د نورو شراکت دارو په مرسته به د ۲۰۱۳ په شان بهر د مشكل نه راوځو۔ده ووئيل په كال ۲۰۱۳ كښې هم د پاکستان معیشت ښه نه ؤ او پوهانو د پاکستان ډیفالټ كېدو خبري كولې خو هغه وخت هم بزنس کمیونټی په مرسته اقدامات وشو چې په نتيجه كښې ئې د پاکستان معیشت ۲۰۱۷ كښې د نړۍ ۲۴م لوي معیشت جوړ شو او څو كلونو كښې د پاکستان په ګروپ ۲۰ كښې د شامليدو خبري كيدلې خو د بده مرغه په تيرو څلورو كلونو كښې د نړۍ ۲۴ م لوي معیشت ۴۷م لمبر ته ورسولے شو ۔د خزاني وزیر ووئيل د قامی معیشت نمو او هغه بيا د نړۍ ۲۴م لمبر ته رسولو له كار پيل شوے،دا يو لوي چیلنج دے خو په دې كښې به بريالي كېږو۔د خزاني وزیر ووئيل دا مهال تر ټولو لويه مسئله بهرنے فنانسنګ دے او د دې په وجه بزنس کمیونټی د ایل سیز په شان مسئلو سره مخ ده خو ډير زر به انشاء الله د دې مسئلې په ګډه حل راوباسو۔ د حکومت اقتصادی ډله پرله پسې محنت کوي او څو كاله پس د روانو حسابونو کھاتو كښې ښه والے راغلے او په اپریل كښې دغه سرپلس شوې وې۔ ده ووئېل په دې معامله كښې د سټیټ بینك ډله زمونږ معاونت كوي۔د خزاني وزير ووئيل پاکستان لوي همت او لچك لري،مونږ باور لرو چې د كال ۲۰۱۳ په شان موجوده مشکلات څخه به بهر راوځو۔سېنېټرمحمد اسحاق ډار ووئيل نړيوال مالیاتی فنډ سره د تکنیکی نوعیت کار بشپر شوے،نوي قسط لپاره مونږ د درېو مياشتو په تاخير كار پيل كړے ؤ، پاکستان ټول اقدامات بشپړ كړي، د بده مرغه لوظنامو كښې تاخير شوے٬ حالانکه په وړومبي ځل دسمبر كښې په کلوزنګ زمونږ بهرنۍ كهاتے سرپلس وي۔د خزاني وزير ووئيل هېواد به نه ديواليه كېږي او نه د دې كوم خطر شته،زمونږ دا مخلصانه هڅي دي چې آئی اېم اېف سره دويم پروګرام هم بشپر كړے شي۔د خزاني وزير ووئيل بزنس کمیونټی محصولات كښې اضافي لپاره بايد خپل تجاویز وركړي،مونږ د بزنس کمیونټی مشکلات څخه خبر يو خو دغه مسئلو كښې زمونږ څه قصورنشته دغسې د دغه مسئلو حل لپاره د سنجیده هڅو سلسله روانه ده۔ده ووئيل مونږ يواځي د ۵.۵ ارب ډالره کمرشل قرضې بيرته وركړي او دغې نه پس چین د پاکستان لپاره قرض رول اور كړے۔په دې موقع د اېف بی آر چئیرمېن عاصم احمد، د محصولات خاص مرستيال طارق باجوه، او د بيل ایوان هائے صنعت وتجارت نمائندګان هم موجود وو۔

شیئر یې کړی