هند په تېرو اوياٶ كالو كښې د كشميريانو په ضد د جبر هره لاره خپله كړې، قمر زمان كائره

باغ : كشمير او ګلګت بلتستان چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار قمر زمان کائره وئيلي دي هند په تېرو اوياٶ كالو كښې د كشميريانو په ضد د جبر هره لاره خپله كړې ، د هند هره حربه د كشميريانو د آزادۍ جذبه د پښو لاندې كولې نشي٬ په ظلم او جبر ستاسو حوصلې ماتې شوې نه دي، په سرينګر كښې د جي-۲۰ كنفرنس تابيا په ضد اولسي اجتماع ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل هند اوس د جي-۲۰ كفنرنس سهارا اخستې خو په دې كښې ناكامۍ سره مخ شوے٬ ده ووئېل د پاكستان هر ماشوم كشميريانو سره ولاړ دے، د پاکستان پيپلز پارټۍ درېم نسل د كشميريانو مقدمه چلوي، ده ووئېل د بلاول بھټو زرداري د کاميابې سفارتکارۍ په سبب ځينې هېوادونو په دې كنفرنس كښې د ګډون نه انكار كړے دے

شیئر یې کړی