د وزيراعظم په امر په سمدستي توګه عملدرآمد،په خېبرپښتونخوا كښې د اوړو په بحران قابو وموندلے شو

اسلام آباد :د وزيراعظم په امر په سمدستي توګه عملدرآمد٬ په خېبرپښتونخوا كښې د اوړو په بحران قابو موندلے شوے٬ د پنجاب نه خېبرپښتونخوا ته د تعطل نه غېر اوړه روان دي او وزيراعظم ووئيل چې د اوړو د ترسيل په عمل كښې به بې غوري نه شي زغملے، د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د پنجاب نه خېبر پښتونخوا ته د اوړو وركولو امر كړې ٶ او صوبې ته د اوړو د ترسيل د پړاٶنو نګراني وزيراعظم خپله كوي۔ وزيراعظم امر وكړو چې د اوړو د ترسيل كار دې لا ګړندې كړې شي٬ د پنجاب او خېبرپښتونخوا لنډمهاله حكومتونه دې په دې لړ كښې روابط بهتر كړي٬ په دې كار كښې به بې غورې نه برداشت كېږي

شیئر یې کړی