پاك بحريه لخوا د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو كښې د سېلاب ځپليو مرستې له ريليف آپرېشن روان دے

اسلام آباد : د پاك بحريه لخوا د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو كښې د بارانونو او سېلاب ځپلو مرستې له ريليف آپرېشن روان دے، د زمكې لارې منقطع كېدو له امله پاك بحريه د چورلكو د لارې ځپلو سيمو ته د مرستې سامان رسولے۔د پاك بحريه وياند له مخې د آپرېشن په مهال د لسبليه ضلعې په آړكي٬اتهل او لاكهړا سيمو كښې راشن او نور ضروري سامان وركړے شوے۔د پاك بحريه چورلكو په سېلاب كښې د ګيرو شوو ۷ كسانو پشمول يوه ناروغه مېرمن هم محفوظ ځاے ته رسولے ده ۔ پاك بحريه د ريليف آپرېشن په مهال د سول انتظاميې مرسته كوي. پاك بحريه په دې سخت وخت كښې د سېلاب ځپلي اولس هر ډول ممكنه مرستې لپاره هڅې كوي
Load/Hide Comments