اتحادي حكومت د فارن فنډنګ كيس په محفوظ كړې پريكړه نه اورولو تشويش لري، رانا ثناﺀ الله

اسلام آباد : د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله وئېلي دي اتحادي حكومت د فارن فنډنګ كيس په محفوظ شوې پريكړه نه اورولو تشويش لري٬چيف الېكشن كمشنر دې په سمدستي توګه د فارن فنډنګ كيس پريكړه واوروي٬دا خبره ثابته شوې چې ۳۵۰ كسانو او كمپنو عمران خان ته ممنوعه فنډنګ كړے٬داسې خلق هم شته چې د چا تعلق د هند او اسرائيل څخه دے٬كه د قامي اسمبلۍ څخه ۱۰۰ غړي مستعفي شي او دوه صوبائي اسبملۍ تحليل شي نو بيا به ټولې ټاكنې كېږي٬دا كرېډټ به مونږ ته ترلاسه كېږي چې هېواد ډيفالټ كېدو څخه مونږ ساتلے ٬د پیټرول او برېښنا په بيعو كښې د زياتوالي وجه د عمران خان لوظ نامې دي ٬كه قام عمران خان ونه پیژندو نو مونږ به نزدې سباؤن كښې لوي زيان سره مخ شو،په پي ټي وي هېډكوارټرز كښې خبري كنفرنس ته وېنا كوله۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي فارن فنډنګ كښې څو وارې خنډان راولاړ شوي٬ ۹ رټ پيټشنز دائر كړے شوي٬په اته كاله كښې دا كيس ترسره نه كړے شو٬اوس كيس بشپړ شوے او پريكړه محفوظ شوې نو الېكشن كمېشن د پريكړې په اورولو كښې څه ركاوټ لري٬ ده ووئېل څه وجه ده چې محفوظ شوې پريكړه نه اورولې كېږي۔ده ووئيل مسلم ليګ(ن)او ټول حكومتي اتحاد په دې خبره تشويش لري٬مونږ دا غوښتنه كوو چې د فارن فنډنګ كيس پريكړه دې واورولې شي٬ ده ووئېل دا خبره ثابت شوې چې ۳۵۰ كسانو او كمپنو عمران خان ته ممنوعه فنډنګ كړے٬داسې كسان هم شته د كومو تعلق چې د هند او اسرائيل څخه دے۔ده ووئيل پي ټي آئي يو نيم كروړ ووټونه ترلاسه كړي ٬پاكستان مسلم ليګ(ن) ۱ كروړ ۲۸ لكه دغسې اتحادي ګوندونو دوه نيم كروړه ليډ ترلاسه كړے٬ ده ووئېل د عمران خان د خبرو څخه ښكاري چې خپل مخالفين د پاكستان څخه بهر ويستل غواړي۔ده ووئيل نواز شريف به د وړومبۍ ورځې څه وئېل چې ټاكنې دې وكړی شي٬كه ټاكنو پلو ځوو نو عمران خان وائي چې چيف الېكشن كمشنر بدل كړې خو چيف الېكشن كمشنر عمران خان تعينات كړے٬كه د چيف الېكشن كمشنر په ضد كوم ثبوت وي نو اړوند فورم څخه دې رجوع وكړې شي۔ده ووئيل د حكومت څخه د قامي اسمبلۍ تحليل كولو غوښتنه كونكے عمران خان دې اول خپل صوبائي حكومتونه تحليل كړي بيا به مونږ ګورو۔د يوې پوښتنې په ضد ده ووئيل د ماډل تاؤن كيس په هره كچه پريكړه شوې٬د ټرائل كورټ څخه هم پريكړه شوې كه څوك معلومات غواړي نو اړوند فورم ته دې رجوع وكړي۔ده ووئيل د عمران خان ذهني توازن ښه نه دے نو مونږ هغه له څنګه د خبرو اترو بلنه وركولې شو٬بلاول بهټو د خبرو اترو بلنه وركړې وه