وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د چين سفير نونګ رونګ ملاقات

اسلام آباد: وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان او چين ښه ملګري٬قوي شراكتدار او ائرن وروڼه دي٬د پاكستان برآمدات تر چين ماركيټ رسنې سره به د پاكستان او چين تجارتي لوظ نامې د صلاحيت تر مخه كارولو له مرسته ترلاسه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د چين سفير نونګ رونګ سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره ملاقات كولو ۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د پاكستان او چين ترمينځه په اعلٰی كچ تګ راتګ د اطمينان څرګندونې سره په ۱۶ مئي ۲۰۲۲ د چين وزيراعظم لي كي چيانګ سره د ټېليفوني تماس په مهال د خبرو او د پاك چين ستراتېژېكي كوآپريټو پارټنرشپ لا قوي كولو له د اتفاق ذكر وكړو۔وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې پاكستان او چين ښه ملګري٬قوي شراكتدار او ائرن وروڼه دي۔دواړه هېوادونه په هر ډول حالاتو كښې عمر له د يو بل سره ولاړ دي او په بېلو چارو مرسته زياته شوې ده ۔ده ووئيل د پاكستان خپلواكۍ٬سيمه ايزې سلامتيا لپاره د چين ملاتړ ستائيو۔وزيراعظم د سي پیك منصوبو رفتار تندولو او د اعلٰی معيار د لارې د سي پېك اقتصادي رابطو صلاحيت كارولو لپاره د حكومت د عزم څرګدونه وكړه۔ده د پاكستان پرمختيائي پروژو كښې د اېم اېل ون او كے سي آر پشان د مهمو منصوبو په اهميت زور راوړو۔وزيراعظم سره په دې مهال د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال٬د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل٬د خارجه چارو وزير مملكت حنا رباني كهر٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي٬ظفرالله محمود او جهانزېب خان هم موجود وو