په بلوچستان كښې په سېلاب ځپليو سيمو كښې پاك پوځ د سول انتظاميې سره د مرستې په هلو ځلو كښې بوښت دے

اسلام آباد: په بلوچستان كښې په سېلاب ځپليو سيمو كښې پاك پوځ د سول انتظاميې سره د مرستې په هلو ځلو كښې بوښت دے٬د پشكال سختو بارانونو له امله دريابونو او خوړونو كښې د سېلاب په سبب د بلوچستان بېلو ضلعو ته زيات زيان رسېدلے چې پكښې جهل مګسي٬قلات٬خضدار٬لسبيله او نورې سيمې شاملې دي۔د سېلاب له امله ځپليو سيمو كښې د پاكستان آرمي او اېف سي د بلوچستان صوبائي حكومت او سول انتظاميې سره د مرستې په هلو ځلو كښې بوښت دي۔د سېلاب له امله سترو لارو او پلونو ته زيان رسېدلے چې پكښې ڼ-۲۵ اور-۸ سخت ځپلے شوي او په ځينو ځايونو سړكونه ماتېدو سره مسافر په ټرافېك كښې راګير شوي د كومو مرستې لپاره چې د پاكستان آرمي او سول انتظاميې د مرستې ډلو د رېسكيو آپرېشن روان ساتلے ۔بولان٬لسبيله٬اوتهل او جهل مګسي كښې په سېلابي اوبو كښې ګير ۷۰۰ څخه زياتې كورنۍ محفوظو ځايونو ته منتقل كړے شوي۔پاك پوځ په حب٬لسبيله٬اوتهل٬زيروپوائنټ او ديودر كښې فري مېډيكل كېمپ لګولے چرته چې خلقو ته طبي آسانۍ او وړيا داروګان وركولې شي