قامي اسمبلۍ عدالتي اصلاحات لپاره د متفقه قرارداد راوړلو منظوري وركړه

اسلام آباد: قامي اسمبلۍ د عدالتي اصلاحات لپاره د يو متفقه قرارداد منظوري وركړې چې پكښې وئيلي شوې آئين كښې د ټولو ادارو د اختيار تعين شوے ،د رياست ټولو ستنو ترمينځه د اختيارات تقسيم آئين كښې واضحه دے،كومه هم اداره د خپلو اختياراتو څخه تجاوز كولو سره د بلي ادارې په اختيارات كښې مداخلت نه شي كولې قامي اسمبلۍ كښې د قانون وزير اعظم نذير تارړ يو قرارداد وړاندې كولو كښې ووئيل دا مقدس ايوان د دې خبرې پخلے كوي چې پارليمنټ سپريم اداره ده كومه چې قانون سازۍ كولو سره سره آئين او قانون كښې د كوم هم ترميم كولو اختيار لري۔ قرارداد كښې وئيلي شوي آئين كښې د تولو ادارو اختيارات واضحه دي ، عدليه يواځي د آئين تشريح كولې شي ، عدالتي اصلاحات د ميثاق جمهوريت نامكمله ايجنډا ده،د رياست ټولو ستنو ترمينځه د اختيارات تقسيم او توازن په آئين كښې واضحه دے او كومه هم اداره د خپل اختيارات څخه تجاوز كولو سره د بلي ادارې اختيارات كښې مداخلت نه شي كولې۔ دغسې قرارداد كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر څخه استدعا شوې چې عدالتي اصلاحات لپاره كمېټي جوړه كړي

شیئر یې کړی