سندھ او بلوچستان كښې د طوفاني بارانونو په نتيجه كښې د شوو زيانونو جاج واخستلے شو

اسلام آباد :وفاقي كابينې د سپريم كورټ جج جسټس قاضي فائز عيسٰی په ضد د دائر نظرثاني شوو درخواستونو په معامله انكوائري كمېټي جوړه كړې٬ په دې مهال د د اي سي اېل ۴۰ كيسونو٬ د برآمدي څانګې لپاره د ګاز او برېښنا بيعې ٬د حكومتونو ترمينځه كمرشل ټرانزېكشن ايكټ ۲۰۲۲ او د اېف آئي اے ډائرېكتر جنرل او د ترهه ګرۍ مخ نيوي قامي كوآرډينېټر تقررۍ منظوري وركړې شوې ۔د وفاقي كابينې غونډه د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې وشوه۔وزيراعظم د وفاقي كابينې غونډه په پارليمنټ هاؤس كښې خوشبينه وګرځوله۔په غونډه ګښې سندھ او بلوچستان كښې طوفاني بارانونو په نتيجه كښې د شوي زيان جاج واخستلے شو۔وزيراعظم شهباز شريف په سندھ كښې او په خاص توګه كراچۍ او حېدر آباد كښې د بارانونو په مهال د سندھ وزيراعلٰی د اړخه هڅې او پخپله د مرستې كاروائيو جاج اخستو لپاره د ځپليو سيمو دورې كولو اقدام وستائېلو۔وفاقي كابينې د پوليس سروس آف پاكستان افسر او د اېف آئي اے پخوانې ډي جي محمد طاهر رائے د ترهه ګرۍ مخ نيوي قامي كوآرډينېټر مقرر كړو۔دغسې وفاقي كابينې د پوليس سروس آف پاكستان ګرېډ ۲۲ افسر محسن بټ د اېف آئي اے ډائرېكتر جنرل هم مقرر كړو۔وفاقي كابينې د قامي روغتيا وزارت په سفارش درآمد شوو د زړه والونو (كارډېك سټنټس)۱۵ قسمونو د ريټيل بيعو د ايكسچېنج بيعه كښې د اضافې به تناسب سره د زياتوالي منظوري وركړه۔وفاقي كابينې د قانون او انصاف وزارت د اړخه لېږلې شوې سمرۍ د حكومتونو ترمينځه كمرشل ټرانزېكشن ايكټ ۲۰۲۲ منظوري هم وركړې۔غوندې ته ووئيل شول چې د دې قانون د لارې به د بهرنو سرمايه كارو باور زيات شي۔غونډې ته ووئيل شول په پاكستان كښې په وړومبي ځل كوم حكومت د حكومت سره د حكومت په كچه د لوظ نامو تحفظ لپاره ګامونه اغستي ۔وفاقي كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ په ۱۵ جولائي د شوې غونډې د پريكړو توثيق هم كړے ۔په دغه پريكړو كښې د آزادۍ ۷۵مې ورځې دستورو كولو لپاره د اطلاعات او خپرونو وزارت له د مالي كال ۲۳-۲۰۲۲ لپاره د سپليمنټري ګرانټ منظوري شامله ده۔كابينې د آزادۍ ورځې په ښه ډول لمانځلو په حقله د اطلاعات او خپرونو وزارت هڅې وستائلې۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وزارت په سفارش كنفيوشيئس انسټي ټيوټ٬كراچۍ پوهنتون كښې د ترهه ګرۍ بريد ښكار كسانو لپاره د معاوضې پېكج٬برآمدي څانګې له د يكم اګست ۲۰۲۲ څخه ۹ سينټ يو يونټ په حساب سره د برېښنا وركولو ٬برآمدي څانګې له د يكم اګست ۲۰۲۲ څخه ۹ ډالره د يو يونټ په حساب سره آر اېل اېن جي وركولو او ايګزېكټ كنټرول لسټ په حقله د ۴۰ كيسونو شاملولو او اخوا كولو منظوري وركړې ۔وفاقي كابينې په غونډه كښې د سپريم كورټ جج جستس قاضي فائز عيسٰی په ضد دائر شوي د نظرثاني شوې درخواستونو خارجولو په معامله هم غور كړے۔وفاقي كابينې اتفاق وكړو چې په دې حقله رېكارډ به په ډاګه كولې شي او د جانچ پړتال نه پس به دا نظرثاني شوي درخواستونه بېرته اغستلې شي۔