وفاقي وزيرې سېنېټر شيري رحمان په پاكستان كښې د ملګرو ملتونو ريزيډنټ سره ملاقات

اسلام آباد: د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شيري رحمان په پاكستان كښې د ملګرو ملتونو ريزيډنټ او هيومينټيرين كوآرډينېټر جولين هارنيس سره د ليونګ انډس “يطينګ ېندئس ” منصوبې په اړه ملاقات كړے۔وفاقي وزيرې يو اېن آر سي او د وزارت لخوا شوي بين الصوبائي مشاورت او د اباسين پشمول د پاكستان د لويو دريابونو بحالۍ په اړه رامخې ته شوو اقداماتو په حقله صوبائي چيف سېكرټريز په اعتماد كښې د اخستو په اړه خبر كړي۔د منصوبې په مقاصد زور راوړولو سره وفاقي وزيرې ووئيل د اباسين اوبه تر دې حده آلوده شوي د كومو چې نيغ په نيغه په ټولنه اثرات مرتب كېږي او د اوبو تحفظ او د دې معيار برقرار ساتلو لپاره د اقدامات كولو ضرورت دے۔ دې ووئېل د قدرتي وسائلو او ماحولياتي نظام بحالۍ لپاره په منصوبه عملدرآمد ضروري دے۔وفاقي وزيرې د منصوبې په اهميت زور راوړو او د پاكستان موسمياتي اقدامات په ملاتړ كښې په پرله پسې هڅو ئې د مسټر جولين مننه وكړه

شیئر یې کړی