وفاقي وزير ساجد حسېن طوري سره د ملائېشيا هائي كمشنر وليدل

اسلام آباد:په پاكستان كښې د ملائېشيا هائي كمشنر ديدي فيصل د سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزير ساجد حسېن طوري سره د ده په دفتر كښې ملاقات كړے چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو٬په ملائېشيا كښې د پاكستانيانو لپاره د روزګار په موقعو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د ملائېشيا هائي كمشنر د وفاقي وزير دفتر ته په رسېدو تود هركلے شوے۔په ملاقات كښې وفاقي وزير ساجد حسېن طوري وئېلي دي د پاكستان او ملائېشيا شريكې اړيكې په قوي كلتور او مذهبي اقدارو اډانه دي كومو ته چې د پاكستان حكومت او اولس ډېر اهميت وركوي۔وفاقي وزير ووئيل په ملائېشيا كښې مېشته پاكستانيان او هلته زده كوونكي د حكومت او اولس د مېلمستياﺀ څخه ډېر خوشحاله دي۔ده د دې خواهش څرګندونه وكړه چې په ملائېشيا كښې زيات نه زيات هنر مندو پاكستانيانو لپاره د روزګار موقعې ترلاسه شي۔هائي كمشنر ووئيل بهر هېوادونو كښې د پاكستانيانو افرادي قوت پرمختګ لپاره د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت هڅې د ستائنې وړ دي او د دواړو هېوادونو ترمينځه په