افغانستان نړيوالې ټولنې سره روابطو لپاره تيار دے. مولوي محمد خالد حنفي

كابل : د افغانستان د امر بالمعروف او نهي عن المنكر لنډمهاله وزير مولوي محمد خالد حنفي د افغانستان په ضد د لوېديځو هېوادونو د بندېزونو غندنه كولو سره وئيلي دي چې افغانستان نړيوالې ټولنې سره روابطو لپاره تيار دے خو د نړيوالې ټولنې به د ا سلامي شريعت يا د اسلام په ضد سوچ قبول نه كړے شي. د افغانستان ځائي مېډيا له مخې ده دا خبرې تېره ورځ د غزني ولايت د دورې كولو په مهال مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې. ده ووئيل چې مونږ يوازې د الله، آخري نبي حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم، خلفائے راشدين او د انبياكرامو په احكاماتو عمل كوو او مونږ به داسې هېڅ څيز قبول نه كړو كوم چې د اسلام په ضد وي. ده سركاري ملازمينو ته هدايت وكړو چې دوي دې د اسلامي اقدارو له مخې وظيفه ترسره كړي. ده ووئيل چې د طالبانو اقتدار ته راتللو سره مېرمنې ۱۰۰ فيصده حجاب كوي.