د مسلم ليګ(ن)قيادت او د اتحادي ګوندونو مشران د چوهدري شجاعت پريكړه ستائي، رانا ثناﺀ الله

لاهور : د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله وئېلي دي لوي څښتن تكبر٬غرور او فرعونيت نه خوښوي٬عمران خان هم د تكبر له امله راپرځېدلے ٬چوهدري شجاعت حسېن تجربه لرونكے سياستمدار دے٬د هغه پريكړې عمراني فتنه ختمه كړه٬په عمراني فتنه قابو موندلو نه پس به په ډالر هم قابو ومومو٬د مسلم ليګ(ن)قيادت او د اتحادي ګوندونو مشران د چوهدري شجاعت حسېن پريكړه ستائي٬بايد د پاكستان تحريك انصاف په ضد د فارن فنډنګ پريكړه زر وكړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه. ماډل ټاؤن كښې خبري كنفرنس ته وېنا كښې وكړه۔په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب او طلال چوهدري هم موجود وو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل د عمران خان او د هغه د ګوند د اړخه د پنجاب افسرانو له دړكې وركړې شوي او د هغوي په ضد ناوړه ټكي استعمال كړے شوي۔دا ډول حركات په ماضي كښې مثال نه لري۔ ده ووئېل لوے څښتن مسلم ليګ(ن) او اتحاديان بريالے كړي او عمراني فتنه يې ختمه كړې۔ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)قيادت او اتحاديان د چوهدري شجاعت حسېن د جمهوريت لپاره خذمات ته د قدر په سترګه ګوري۔رانا ثناﺀ الله ووئيل د لوي څښتن په فضل سره حمزه شهباز شريف په اكثريت سره د پنجاب وزيراعلٰی منتخب شوے٬په دې كښې د غريبانانو دعاګانې هم شاملې دي۔ده ووئيل مسلم ليګ(ن)عمر له د عدالتونو پريكړې قبول كړي او په هغې يې عملدرآمد كړے دغسې عمراني ډلې نه يواځې الېكشن كمېشن بلكې ادارو ته هم سپكې سپورې وئېلي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل مونږ د پاكستان پيپلز پارټي شريك چيئرمېن آصف علي زرداري هم مننه كوو چا چې فسادي ټوله انجام ته رسولو كښې كردار ترسره كړے۔حالانكه په تېر وخت كښې مونږ د آصف غلي زرداري په سپارښتنه چوهدري پروېز الهي د پنجاب وزيراعلٰی نامزد كړے ؤ او د هغه په كور مو دعا خېر كړې وه۔ده ووئيل شېخ رشيد د تېرو دوو مياشتو راهسې بې دركه ؤ څوك چې د ۱۷ جولائي ضمني ټاكنو نه پس بيا رامخې ته شوے او دې به سبا څخه بيا بې دركه شي۔ده ووئيل مونږ خواهش لرو چې ميا نواز شريف د ټولو ټاكنو څخه وړاندې هېواد ته راشي او د خپل ګوند كمپائن په ښه ډول وچلوي۔ده ووئيل د نوي نېب چيئرمېن نعيناتۍ نه پس به د احتساب عمل په ښه ډول مخ په وړاندې لاړ شي

شیئر یې کړی