چين څخه ۲اربه ۳۰ کروړه ډالره مالي معاونت ترلاسه شوې،وفاقي وزير خرم دستګير

اسلام آباد: د برېښنا وفاقي وزير خرم دستګير وئيلي دي چې د چين څخه ۲ اربه ۳۰ کروړه ډالره مالي معاونت ترلاسه شوې دې نور ملګري هېوادونه هم د پاکستان مرسته كوي، آئي اېم اېف څخه به هم يو اګست كښې ترلاسه شي،ډير زر به په ګرانۍ كښې كمې راشي ، عمراني فتنه هر وخت دروغ وائي ٬ زمونږ مقابله د يو فاشسټ ګوند سره ده، د ادارو په ضد بيان وركولې كېږي، د عمران خان ا ايجنډا د قامي ادارو تباهي ده، په جمهوري ډول به ماتې وركوو،ټول ټاكنې به په ۲۰۲۳ كښې كېږي،موجوده حکومت په درې مياشتو كښې ۲۱۴ اربه ګرځنده قرض كم كړې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پيټروليم وزيرمملکت ډاکټر مصدق ملک سره خبري كنفرنس سره په مهال وكړه۔ خرم دستګير خان ووئيل موجوده حکومت به خپله موده پوره كوي،۲۰۱۸ په ټاكنو كښې هم په پنجاب كښې زمونږ اکثريت ؤ او زمونږ د غړو شميره ۱۶۶ او عمراني فتنے شميره ۱۵۵ وه۔ده ووئيل په ۱۷جولائي مسلم ليګ (ن) پنجاب كښې ضمني ټاكني كړي او په هغې كښې هيڅ ډول اړې ګړې نه دې شوې،نه كوم پريزائيډنګ افسر او نه د ووټونو كومه بكسه غلا شوې،په امناكه ډول ټاكني شوې۔ده ووئيل اوس هم عمراني فتنه دروغ وائي چې دا څه شوې، زه هغوي ته وئيل غواړم چې دروغ نه وائي او د هېواد ښه والي له كار وكړي۔ده ووئيل زمونږ مقابله د يو فاشسټ ګوند سره ده او د هغوي ټول دروغ به ښكاره كوو۔

شیئر یې کړی