موجودہ وفاقی حکومت د اولسي مسئلو حل كولو لپاره سنجیدہ دے، وفاقی وزیر مولانا عبدالواسع

کوئټه : د هاؤسنګ اينډ وركس وفاقی وزیر مولانا عبدالواسع وئيلي دي موجودہ وفاقی حکومت اولسي مسئلو حل كولو لپاره سنجیدہ دے ،نړيواله مندۍ كښې د پټرولیم مصنوعات بيعه كښې د كمي نه پس به اولس له نور ریلیف هم وركړے شي،اولس سره شوي ټول لوظونه به پوره كولې شي۔وفاقی وزیر او د جمعیت علماﺀ اسلام بلوچستان صوبائی امیر مولانا عبدالواسع بيلو پلاويو سره ملاقات كښې ووئيل بدتمیزی٬بدکلامی٬ دروغ او د فساد سیاست د پي ټي آئي ایجنډا ده، د عمران نیازي دور تير شوے٬ هغه چري هم بيا وزیراعظم نه شي جوړيدے۔ مولانا عبدالواسع ووئيل هېواد كښې د تباهۍ ذمه وار تېر واكمن دي چا چې د هېواد معاشی حالات خراب كړي ۔وفاقی وزیر ووئيل ضمنی ټاكنو كښې پي ټي آئي پي ټي آئي له ماتې وركړې،پخوانو لوبغاړو اوسنو لوبغاړو له ماتې وركړې ، ده ووئېل پي ټي آئي په ۲۰ چوكو كښې ۵ بيللي نو خوشحالي او مباركي د څه خبرې ۔ده ووئيل جمعیت علماﺀ اسلام عمر له د آئین او قانون سرلوړۍ له هلي ځلي كړي ځكه چې آئین نه غير چارې نه ښه كېږي دې لپاره مونږ هڅې كوو چې ټولې چاري د آئین او قانون له مخې وچلولې شي۔

شیئر یې کړی