کابل:د پاكستان بې دركه طالب علمان په حفاظت سره خپل پوهنتون ته راورسېدل

اسلام آباد : د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د اختر په ورځ بې دركه شوي د پاكستان څلور زده كوٶنكي به حفاظت سره خپل پوهنتون ته راسېدلې دي۔ د سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزير ساجد حسېن طوري د دې خبرې تصديق كولو سره ووئيل په كابل كښې د بې دركه شوو څلورو پاكستانو زده كوٶنكو والدين تصديق كړے چې د دوي خپلو بچو سره رابطه شوې څوك چې په حفاظت سره پوهنتونونو ته رارسېدلې دي ۔ ده ووئيل د زده كوٶنكو په راخوښي كولو د خارجه وزارت ستړې د ستائنې وړ دي او د بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښې د اولس مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولو لپاره هڅې جاري ساتلې شي٬ دغسې د طالبعلمانو والدين په حفاظت سره د خپلو بچو په بازيابۍ د وفاقي وزير مننه كړې

شیئر یې کړی