پاکستان ايران سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي، مفتاح اسماعيل

اسلام آباد: د خزانې وفاقي ډاکټر مفتاح اسماعيل وئيلي دي پاکستان ايران سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت په زياتوالي كښې رامخې ته خنډان به لرې كولې شي۔ ده دا خبرې پاكستان كښې د ايران سفير سيد محمد علي حسېني سره په ملاقات كښې كړې۔ په د موقع وفاقي وزير د سفير تود هركلي كولو سره ووئيل دواړه هېوادونه پخوانۍ د ورورولۍ اړيكې لري او د پېړيو راهسې په مذهبي او كلتوري رشتو تړلې شوي۔ د خزانې وزير ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت د استعداد نه كم دے۔ په دې موقع د ايران سفير د حكومت د اقتصادي پاليسو ستائنه كولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د توان، تجارت او په نورو څانګو كښې د مشتركه مرستې پراخه استعداد موجود دے كوم څخه چې بشپړه استفاده كېدې شي۔ په دې مهال دواړو د پاكستان او ايران ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه وكړه او د مشتركه ګټې په څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره ئې خپله خوښي څرګنده كړه

شیئر یې کړی