د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې غونډه، ټي ټي پي سره د خبرو اترو عمل نګرانۍ لپاره د پارليماني کمېټي جوړولو منظوري

اسلام آباد :د قامي سلامتيا لپاره پارليماني کمېټۍ د سيمې او داخلي امن لپاره د افغان دولت معاونت او سول او پوځي چارواكو په مشرۍ كښې د آئين دائرہ کار ترمخه کالعدم ټي ټي پي سره د خبرو اترو عمل مخ په وړاندې بوتللو او د دې عمل نګرانۍ لپاره د پارليماني کمېټي جوړولو منظوري وركړې ده دغسې چې د دې خبرې پخلےوشي چې د پاكستان دستور ترمخه د طاقت استعمال يواځي د رياست اختيار دے ، رياست به د خپلو شهيدانو قربانيو او ځپليو كورنيو امين او محافظ وي۔ د قامي سلامتيا لپاره پارليماني کمېټۍ غونډه پارليمنټ هاؤس كښې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې وشوه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې په غونډه كښې قومي پارلماني او سياسي قيادت، د سېنېټ چيئرمېن ، قومي سلامتيا لپاره پارليماني کمېټۍ ، دفاع په اړه د قومي اسمبلۍ او سېنېټ مجالس قائمه غړو ، وفاقي وزيرانو ، صوبائي اعليٰ وزيرانو نه علاوه د ګلګت بلتستان وزيراعليٰ ،د آزاد رياست جمو او کشمير وزيراعظم او عسکري قيادت ګډون وكړو۔غونډه د قومي سلامتيا چارو او كالعدم ټي ټي پي سره د روانو خبرو اترو په اړه خبر كړې شوه۔ګډون كوونكو د دې عزم پخلے وكړو چې د ترهه ګرۍ او انتهاء خوښۍ په ضد پاکستان غيرمعمولي کاميابۍ ترلاسه كړي د كومو چې په نړيواله كچه اعتراف شوے۔ غوندې د قام او سکيورټي فورسز قربانيو ته پيرزوئنې وړاندې كړې د كومو په وجه چې د هېواد ټولو برخو كښې رياستي عملداري باوري شوې۔غونډه كښې پخلے وكړے شو چې د پاكستان دستور ترمخه د طاقت استعمال د رياست اختيار دے۔غونډې د اے پي ايس پېښې پشمول د ترهه ګرۍ ښكار شوو او د دغې په ضد د کاړوائي په مهال د شهيدو شوو د قربانو اعتراف کولو سره واضح کړه چې رياست د خپلو شهيدانو د قربانيو او د ځپليو كورنيو امين او محافظ ؤ، دے او وي به۔ غونډې بهادر قبائلي اولس ته هم پيرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوي د قربانو اعتراف وكړو۔غونډې ته ووئيل شول د سکيورټي فورسز جامع او عملي کاړوائي د کليئر ،هولډ، تعمير او اختيارات سول انتظاميې ته د منتقل كولو تګلاري برخه ده۔غونډي زور راوړو چې د پاکستاني اولسي خواهشات له مخې رياست دغه سيمو خپلواكه كولو او د هغوي د سوكالۍ لپاره لوظي دے۔ د افغان حکومت معاونتاو د سول او پوځي چارواكو په مشرۍ كښې د پاكستان حکومتجوړه کمېټي د کالعدم ټي ټي پي سره د آئينپه دائرہ کښې خبري كوي دغسې چې سيمه ايز او داخلي امن ته استحکام ترلاسه شي۔غونډي دا ووئيل چې په حتمي نتيجو عملدرآمد به د دستور ترمخهد ضابطې کاړوائي بشپړول به د حکومت منظورۍ نه پس كېږي۔ پارليماني کمېټۍ د دې خبرو عمل مخ په وړاندې د بوتللو برسمي منظوري وركړه دغسې د يوې پارليماني اوورسائټ کمېټي جوړولو منظوري هم وركړې شوه كومه به چې آئيني حدود كښې د دې عمل څارنه کوي۔غونډې د نېشنل ګرينډ ري کنسيلي ايشن ډائيلاګ اهميت تائيد کولو سره ووئيل د ڼ ناسته دې پلو وړومبےګام دے۔