مكمل انسان لپاره تعليم سره تربيت هم ضروري دے، ډاكټر عارف علوي

اسلام آباد : صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ځوانانو ته د جديد تعليم په كالو د ځان سنګارولو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي چې يو مكمل انسان لپاره تعليم سره تربيت هم ضروري دے۔ صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د غلام اسحاق خان انسټي ټيوټ ۲۶م كانووكېشن ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ ده ووئيل چې پوهنتونونه دې د ټولنې اخلاقيات او اقدارو ته خاص پام وكړي٬مونږ له به د تعليم نظام ښه والي پلو پام كول وي۔ صدر مملكت ووئيل چې بشري وسائل او د ذهنونو پرمختګ تعليم سره تړلې دے۔زده كونكي دې د تعليم سره سره رابطې او ژبې او بيان صلاحيتونو كښې زياتوالي ته خاص پام وكړي۔ صدر مملكت ووئيل چې په دې زمانه كښې په تندۍ سره په راتلونكو بدلونونو ځان پوهه كول وي۔ د ټېكنالوجۍ په مرسته علم ته رسنه زياته شوې۔ ده ووئيل چې د انسان د تجزيه كارۍ او د فيصله سازۍ صلاحيتونو بنيادي اهميت اختيار كړے۔ د قدرتي وسيلو په نسبت د انساني او فكري وسيلو اهميت زيات شوے۔ صدر مملكت ووئيل چې په اوسني دور كښې علم د پرمختګ يوازنۍ لار ده٬پاكستان ته د هنر مند او تربيه شوې انساني وسيلو سخت ضرورت دې۔صدر مملكت ووئيل چې پاكستان د اخلاقياتو په لحاظ هم برتري لري٬پاكستان تر ۴۰ كاله د ۴۰ لكه افغان كډوالو كوربتوب كړې۔په پاكستان كښې اولس د زلزلې او سېلاب په صورتحال كښې د خېرښېګړې په چارو كښې بشپړه برخه اخلي۔ صدر مملكت ووئيل چې سرسيد احمد خان٬علامه اقبال او قائداعظم مونږ د قوم په حېث پورته كړی يو۔ده ووئيل چې د پاكستان پرمختګ لپاره د جمهوريت تجارت او جزبې ضرورت دې۔ده ووئيل چې په زده كونكو د ټولنې د پرمختګ او خېرښېګړی خاص ذمه واري راځي

شیئر یې کړی