د چين او پاكستان مرستې لپاره د تفاهم په يادښت او پروټوكولز لاس ليك وشو

چين او پاكستان شريكې مرستې لپاره د تفاهم په يادښت او پروټوكولز لاس ليك كړے او چين پاكستان لپاره د دوه اربه ډالرو د محفوظو ذخيرو رول اوور كولو او د دوه لكه مېټرك ټن يوريا سرې وركولو اعلان كړے ٬ دغسې وزيراعظم شهباز شريف د سي پېك په پروژو د كار رفتار ګړندي كولو او زر تر زره د ترسره كولو د عزم څرګندونه كړی۔د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د چين د كميونسټ پارټۍ د پولټ بيورو غړي او د خارجه چارو د مركزي كمېشن ډائرېكټر يانګ جيچي ملاقات كړے.د يانګ جيچي په مشرۍ كښې د چين اعلې پلاوې د جون د ۲۹مې نېټې څخه تر جون په ۳۰مه نېټې د پاكستان په دوره دے.

اسلام آباد ته په راتګ د وزيراعظم خاص مرستيالانو سيد طارق فاطمي او ظفرالدين محمود٬سفيرې ممتاز زهره بلوچ٬د خارجه وزارت اېډېشنل سېكرټري او نور اعلٰی چارواكو د پلاوي هركلے وكړو.يانګ جيچي سره د چين د خارجه چارو او د تجارت نائب وزيران٬د چين د نړيوالې پرمختيائي مرستندويه ايجنسۍ وائس چيئرمېن او د چين د قامي پرمختګ او اصلاحات كمېشن ډپټي سېكرټري جنرل هم د پاكستان په دوره راغلي.وزيراعظم د ډائرېكټر يانګ جيچي تود هركلې كولو سره صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي كي يانګ لپاره د خېرسګالۍ او نيكو هيلو څرګندونه وكړه.

وزيراعظم ووئيل د ډائرېكټر يانګ دوره د چين او پاكستان د لوړې كچې د پلاؤيو د دورو تسلسل دے او دې څخه د دواړو هېوادونو په هر آزمېښت د پوره ختلې ستراتېژېكي شراكتدارۍ عكاسي كېږي۔وزيراعظم په مئي كښې لي كي كيانګ سره د خپلو خبرو ذكر وكړو په كومو كښې چې دواړو مشرانو د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو بشمول په سيمه ايز او نړيوال صورتحال خبرې كړی وې۔وزيراعظم ووئيل اقتصادي مرسته د پاكستان او چين د پراخه شركت مركز ګرځېدلې۔ده د نړيوال معاشي بحران آغېز مخ نيوي لپاره پاكستان سره د مرستې كولو او د دواړو هېوادونو ترمينځه مرستې لپاره د چين په كردار او ملاتړ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده د ۲.۳ اربه ډالرو د سينډي كېټ سهولت په تجديد او د كووېډ مخ نيوي لپاره د واكسين د لاكهونو خوراكونو او د حفاظتي او طبي آلاتو په وركولو كښې د پاكستان په مرسته كولو د چين مننه وكړه.

وزيراعظم شهباز شريف د سي پېك په پروژو د كار رفتار ګړندي كولو او زر تر زره د ترسره كولو د عزم څرګندونه وكړه۔وزيراعظم په كراچۍ كښې د ترهه ګرۍ د بريد سخته غندنه وكړه او مجرمان يې د قانون منګولو ته سپارلو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ده د چينائي وګړو٬پروژو او د ادارو حفاظت او سلامتيا له همد عزم پخلے وكړو.

وزيراعظم شهباز شريف او د چين ډائرېكټر يانګ په افغانستان كښې په انساني او اقتصادي بحران او د افغانستان په صورتحال هم خبرې وكړی او په افغانستان كښې د انساني الميې څخه بچ كېدو او د افغان اولس كشالۍ كمولو لپاره يې په نړيواله مرسته او د كنګلشوو اثاثو په بحالۍ زور راوړو۔د ملاقات نه پس وزيراعظم د ډائرېكټر يانګ او د هغه د پلاوي مېلمستياﺀ هم وكړه۔د دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د تهاكوټ نه تر رائے كوټ د قراقرم لوېې لارې ري الائمنټ لپاره د حكومت په كچه د شريكې ټېكنيكل ډلې دائره كار او ټرمز آف ريفرنس له اېم او يو٬د پاكستان څخه چين ته د برآمد كېدونكي رهوډ ګراس په اړه پروټوكول ٬ د پاكستان څخه چين ته د برآمد كېدونكي بفيلو ايمبريوز د علاج ضروريات او د كورنټائن په اړه پرټوكول او د سولر هوم سسټم درې زره سيټ قبوليت په ليټر لاس ليك وشو.

شیئر یې کړی