اورکزئۍ:اسسټنټ کمشنر د تحصيل هيدکوارټر روغتون غلجو دوره وکړه

د تحصيل هيډکوارټر هسپتال غلجو کښې د خدماتو په اړه په پرانستې محکمه کښې د شکايت ترلاسه کولو نه پس اے سي اپر اورکزئي د تحصيل چيئرمين، اے اے سي اپر او ډي ايچ او سره د هسپتال دوره وکړه او د انتظاماتو جاج ئي واخست.
د جاري شوي بيان ترمخه په دې موقعه د سیمه ایزو خلکو شکایتونه د ایم ایس غلجو سره په تفصیل سره واوریدل شو. د خدماتو د ښه کولو لپاره ضروري هدايات جاري کړل شوي او د دې نه علاوه د هسپتال مختلفې برخې هم معاينه شوې چې پکښې د دوايانو ګودامونه هم معاينه شو او د ټولو چارو په اړه ضروري هدايات جاري کړے شو.
په دې موقعه اسسټنټ کمشنر د روغتون چارواکو ته امر وکړو چې ځائي رنځورانو ته دې ټولې ممکنه اسانۍ يقيني کړي ځکه چې د اولس خدمت زمونږ ذمه واري دي ولې څوک چې د خپلو ذمه وارو څخه سرغړونه کوي نو د هغوي په ضد به قانوني کاروائي کولے شي.