پاكستان په افغانستان كښې د زلزله ځپلو لپاره هر ډول مكنه مرستې كولو ته چمتو دي, د خارجه دفتر وياند

پاكستان په افغانستان كښې د زلزلې او سېلاب څخه په قېمتي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كړې, د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار د بريفنګ په مهال ووئيل د افغانستان په پكتيكا ولايت او خوا اوشا سيمو كښې زلزلې او د ګرد هېواد په بېلا بېلو صوبو كښې سېلاب څخه مرګ ژوبله او املاك ته د زيان نه پس وزيراعظم محمد شهباز شريف تېره ورځ د لنډ مهاله افغان حكومت وزيراعظم ملا محمد حسن اخوند سره ټېلي فوني تماس كښې په حق رسېدليو لپاره غمرازي ښكاره كړې او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره ئې دعا كړې.

وياند ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په امر پاكستان افغانستان لپاره د مرستې سامان لېږلے دے، د پاكستان واكمن په افغانستان كښې د زلزله ځپلو افغانانو وروڼو غم كمولو لپاره هر ډول مكنه مرستې كول ته چمتو دي۔ وياند ووئيل خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په ملګرو ملتونو كښې د بشري حقونو او د بنيادي آزادۍ ودې او تحفظ لپاره د ناسمه معلوماتو مخنيوي د ګروپ آف فرينډز وړومبنۍ غونډې ته ورچوئل وېنا كښې وئيلي دي د يو شمېر نورو هېوادونو غوندې پاكستان هم په دې لړ كښې ټارګټډ كمپائن سره مخ دے.

د بهرنيو چارو وزير زور رواړو چې د ډس انفارميشن د دې وباء په قامي او نړيواله كچه مقابله پكار ده, وياند ووئيل وزير مملكت حنا رباني كھر د دولت مشتركه د مشرانو په ۲۶مه غونډه كښې د پاكستان د پلاوي مشرۍ كولو لپاره د كېګالي روانډا په سركاري دوره ده، چا چې تېره ورځ د دولت مشتركه د خارجه وزيرانو په غونډه كښې ګډون كړے او په غونډه كښې او په دوه اړخيزه ملاقاتونو كښې ېې د پاكستان نقطه نظر وړاندې كړے.

دفتر وياند ووئيل په تېره اوونۍ كښې په برلن كښې فنانشل ايكشن ټاسك فورس خپله غونډه كښې د پاكستان د كال ۲۰۱۸ او كال ۲۰۲۱ اېكشن پلان بشپړېدل تسليم كړي چې پكښې ۳۴ آئټمز شامل دي، د ګرے لسټ نه د بهر كېدو د آخري قدم په توګه پاكستان د آن سائټ دورې اجازه هم وركړې, وياند ووئيل وزيراعظم او خارجه وزير د دې پېشرفت هركلے كړے او د پاكستان د فنانشل اېكشن ټاسك فورس ډلې د محنت او هلو ځلو ېې ستائنه كړې, ده ووئيل پاكستان د ګرے لسټ څخه د بهر كېدو عمل زر تر زره تر سره كېدو لپاره هيله څرګنده كړې.

وياند ووئيل پاكستان نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه په اتلسم او ۱۹م جون د كركجنو وېناګانو مخنيوي نړيواله ورخ او په شخړو كښې د جنسي تېرو د خاتمې نړيواله ورځ لمانځلې ده٬ د كډوالو نړيواله ورځ د جون په ۲۰مه نيټه كال ۲۰۲۲ لمانځلې شوې٬ مونږ د ګردې نړۍ كډالو سره د يوالي څرګندونه كړې ۔ وياند ووئيل دجون په ۱۷مه نيټه په نوي ډيلي كښې د پاكستان هائي كمشن د ۲۱م نه تر ۳۰ جون د مهاراجه رنجيت سنګھ سالګرې پحقله په رسومات كښې ګډون لپاره سكھ ياتريانو ته ۴۹۵ ويزې جاري كړي، د هند سكھ ياتري به په دې مهال د پنجه صاحب، ننكانه صاحب او كرتار پور صاحب دوره كوي.

دوي ووئيل پاكستان ۲۰ هندي فشرمېنز په سزا بشپړولو د جون په ۲۰نه نيټه خوشې كړي كوم چې د واهګه بارډر د لارې هند ته لېږلے شوي۔ وياند ووئيل د جون په شلمه نيټه ۹۰ پاكستاني زده كوٶنكي د خاص چارټرډ پرواز د لارې خپل تعليم جاري ساتلو لپاره بېرته چين ته لېږلے شوي.

وياند ووئيل خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د مئي په ۲۲مه نيټه د چين خپل همڅنګ سره د ملاقات په مهال د دې زده كوٶنكو چېن ته واپسۍ لپاره خاص درخواست كړے ٶ, په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو ذكر كولو سره د خارجه دفتر وياند دا پاكستان دا مطالبه بيا وكړه جې نړيواله ورورلي دې هند په بې ګناه كشميريانو د كوونكو ظلمونو ذمه وار وګرځوي او د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې دې د دې كشالې سپېځلې٬ منصفانه او سوله ايز حل باوري كولو لپاره خپل كردار ولوبوي.۔

شیئر یې کړی