ګوادر كښې به روانې پرمختيائي پروژې په ټاكلې موده ګښې ترسره كړې شي٬ شهباز شريف

وزيراعظم محمد شهباز شريف سپارښتنه كړې اپه ګوادر كښې روانې پرمختيائي پروژې په ټاكلې موده ګښې ترسره كړئ ٬هره ورځ ۱۲ لكه ګيلن اوبه پاكونكے كاډي سیلینیشن پلانټ دې زر تر زره جوړ كړے شي٬ځايې آبادۍ ته سولر پينل وركولو لپاره دې سولر پينلز په پاكستان كښې جوړول باوري كړے شي٬ دغسې ګوادر هوائي مېدان دې تر راتلونكې كال جولائي بشپړ كړے شي او د انټرنېټ آسانۍ دې ښې كړی شي, دا سپارښتنې ده د پرمختيائي كارونو په اړه د اعلٰی كچ غونډې مشري كولو په مهال وكړې. په غونډه كښې وفاقي وزيرانو٬وزيرمملكت٬خاص مرستيال او د بلوچستان وزيراعلٰی او اړوند اعلٰی چارواكو ګډون كولو.

غونډه كښې وزيراعظم په ډی سیلینیشن پلانټ د پېشرفت په اړه خبر كړے شو, د دې نه علاوه د اوبو طلب٬سپلائي٬ او د ډيمونو په موجوده صورتحال هم تفصيلي بريفنګ وركړے شو, وزيراعظم ته ووئيل شول د ايران څخه د ۱۰۰ مېګاواټ برېښنا راتللو نه پس په ګوادر كښې په مجموعي توګه د برېښنا رسنه تر ۱۷۰ مېګاواټ شي او دا مهال د برېښنا طلب يواځې ۷۰ مېګاواټ دے۔د سولر پينلز رسنې او آف ګرډ پروژو څخه به په قامي كچه برېښنا د تعطل نه غېر باوري كړی شي۔د ايران څخه مكران ټرانسمېشن لائن ۶ مياشتې او د نېشنل ګرډ څخه به نور ۱۰۰ مېګاواټ رسنې لپاره ټرانسمېشن لائن تر دسمبر ۲۰۲۲ بشپړ كړے شي.

غونډه د نوي ګوادر انټرنېشنل ايئر پورټ تعميراتي كار په اړه هم په تفصيلي توګه خبر كړی شوه۔وزيراعظم ووئيل د اوبو او برېښنا رسنو په پروژو كښې كوم ډول نور تعطل به ونه زغملے شي۔ده ووئيل هره ورځ ۱۲ لكه ګيلن كاډي سیلینیشن پلانټ دې زر بشپړ كړے شي٬ځايې آبادۍ ته سولر پينل وركولو لپاره دې سولر پينلز په پاكستان كښې جوړول باوري كړے شي٬دغسې ګوادر هوائي مېدان دې تر راتلونكې كال جولائي بشپړ كړے شي او د انټرنېټ آسانۍ دې ښې كړی شي.

وزير اعظم هدايت وكرو چې په ګوادر كښې د برېښنا بيس لوډ رسنې سره سره راتلونكو كلونو كښې د برېښنا طلب كښې اضافې او د سپلائي لپاره جامع منصوبه بندي هم وړاندې كړئ ٬ د ګوادر انټرنېشنل ايئرپورټ بشپړېدل دې تر جولائي ۲۰۲۳ باوري كړے شي٬ وزيراعظم ووئېل د تربت او كوئټه په هوائي اډو دې نړيوال پروازونه بحال كړے شي او په كرايه كښې دې كمے وكړے شي٬په ټول بلوچستان كښې د آف ګرډ برېښنا پروژو لپاره تګلارهبايد مرتب كړی شي۔ده امر وكرو چې په ګوادر كښې د انټرنېټ آسانۍ ښه كولو لپاره اقدامات وكړئ٬د ګوادر روغتون بشپړیدل دسمبر په ځاې په ستمبر كښې باوري پكاردي.

شیئر یې کړی