قبائيلي اولس د تلپاتې امن لپاره نه هيرونکې قربانۍ ورکړي, آئي جي خيبرپختونخوا

د خيبرپختونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري وئيلي چې د چيلنجونو مقابله او موثره پوليسنګ يقيني کولو لپاره ټول موجود وسائل په کار اچول کيږي۔د قبائيلي ضلعو خلقو د ملک د پولو دفاع او د امن او امان برقرار ساتلو لپاره ډيرې قربانۍ ورکړي دي، آئي جي پي خيبر پختونخوا ملک سعد شهيد پوليس لاين پيښور کښې يوې دستورې ته د خطاب کولو په وخت دا خبرې وکړې.

د خېبرپښتونخوا پوليسو آئي جي معظم جان انصاري وئيلي دي چې د خېبرپښتونخوا حکومت په ضم شوي ضلعو کښې د موثره پوليسنګ په وده کښې ژوره علاقه لري او د کشمير خلکو د ملک د پولو د دفاع او د امن او امان ساتلو لپاره سترې قربانۍ ورکړي دي. قبایلي ضلعې حق لري چې د قانون حاکمیت یقیني کولو لپاره دوی ته ټول وسائل او اسانتیاوې شتون ولري.

دستوره کښې د خېبرپښتونخوا پوليس انسپکټر جنرل معظم جاه انصاري ته د کروړونو روپو په ارزښت ګاډي، جديد وسلې، يونيفارم، واک تھرو ګيټس او د جديد کمپيوټرونو په اړه بريفنګ ورکړے شو۔ډي آئي جي فنانس اينډ پروکيورمنټ او ډي آئي جي کمیونیکیشن آئي جي پي ته تفصيلي بريفنګ ورکړو۔ په دي موقع ايډيشنل آئي جي پيز، ډي آئي جيز او نور متعلقه پوليس اهلکار هم موجود وو.

آئي جي پي ته اوويل شو چې ضم شوي ضلعو کښې د موجوده صوبائي حکومت د موثره او عوام دوسته پوليسنګ پاليسۍ لاندې به دغه ضلعو کښې د ترهه ګرۍ له خطرونو سره په ښه توګه مقابلې او د اولس د ژوند تحفظ لپاره بلټ پروف ګاډي او جديد وسلې استعمالولې شي۔

شیئر یې کړی