شمالي وزيرستان به د امن کور جوړولے شي, ميجر جنرل نعيم اختر

جی او سی سیون ډویژن میجر جنرل نعیم اختر وئيلي چې د خيبرپختونخوا قبائيلي ضلعو کښې د امنيتي ځواکونو او ځائي خلکو قربانيو له امله امن په ځائې شوے دے او دا وخت د پرمختګ سفر هم دوام لري,دوي وئيلي چې قبائيلي ضلعو کښې نوي کول ته هم د لوبو ګڼ شمير اسانۍ ورکول کيږي.

د دې خيالاتو څرګندونه د شمالي وزيرستان د جي او سي سيون ډويژن مېجر جنرل نعيم اختر د ميرانشاه يونس خان سپورټس كمپلېكس كښې د فائنل فټ سال ټورنمنټ په موقع خطاب كولو سره وكړه، ده ووئيل چې په دې ټورنامنټ كښې د شمالي وزيرستان ګڼ شمېر كسان ګډون كوي۔ د مبارکۍ مستحق دی.هغه وویل چې د یوې سالمې ټولنې د رامنځته کولو لپاره د دا ډول سیالیو ترسره کول اړین دي او خلک باید په دغه ډول سیالیو کښې برخه واخلي.

د سیوین ډویژن میجر جنرل نعیم اختر ګټونکی ټیم ته دوه لاکه او دویم نمبر ټیم ته یو لاکه روپئ انعام ورکړو. د جی او سی سیون ډویژن میجر جنرل نعیم اختر وینا ده چی دغه شان کرکټ ټورنامنټ به د جون په ۲۴مه نیټه یونس خان سپورټس کمپلکس میرانشاه کښي شروع کیږی. په دی موقع ډپټی کمشنر شاهد علی, کمانډنټ توچی سکاؤټس عثمان, د حيدر لاګ کمانډر بريګيډير مظفر حسين, کرنل عارف, ډي پي او فر خان ,ډي ايس پي هيډکوارټر سيد جلال خان, ډي ايس پي داوود خان , تحصيلدار شوکت خان پشمول ګڼ شمير ځائي خلک هم موجود وو.

شیئر یې کړی