مهمند:د بې وسه زده کوونکو سره به د حکومت مرستې روانې وي, ساجد مهمند

ايم اين اے ساجد خان مهمند، ايډيشنل ډپټي کمشنر مهمند محسن حبيب او د ضلعي زکات کميټئ مهمند چيئرمين علامه اميرالله جنيدي د ضلعي زکات کميټئ مهمند لخوا مستحق کسانو او زنانو ته ګورنمنټ هائي سکول، لکړو ګورنمنټ ډګری کالج او ګورنمنټ کالج کښي مستحق زده کونکو ته د سکالرشپو چيکونه ورکړے شو.ضلعي زکات افسر رضوان خان او نور عمله او مقامي زکات چيئرمين هم موجود وو۔
غونډې ته په خپله وینا کښې ایم این اے ساجد خان مهمند وویل زکات د مستحقینو حق دی او په شفاف ډول یې تقسیم کړو. د زکات اداره په داسې حال کښې چې د ژوند په نورو برخو کښې له بې وزلو او مستحقو خلکو سره مرسته کوي، د زده کړو په برخه کښې هم له مستحقو زده کوونکو سره پوره مرستې کوي او د زده کوونکو حقوق به د دوی تر دروازو رسولے شي.
Load/Hide Comments