قبائيلي ضلع مهمند کښې د ډرائيونګ لائسنس ورکولو لړۍ پيل شوه

قبائيلي ضلع مهمند کښې ځائي ډرائيورانو ته د غوره ټرافکي هلو ځلو په غرض د لائسنس ورکولو لړۍ پيل شوې ده,د ضلعي ټرانسپورټ افسر محمد عمران ميډيا سره خبرو کښي په مهمند ضلع کښي د اول ځل لپاره د خلقو اسانتيا لپاره ايل ټي وي, ايل ايچ وي او پي ايس وي ډرائيونګ لائسنس جاري کړے شوے دے۔

ضلعي ټرانسپورټ افسر محمد عمران زياته کړه چې د خلکو د اسانتيا لپاره پېښور او چارسدې ته د تګ په ځائى ځايي خلک کولى شي په اسانۍ سره د مهمندو ضلعي په لائسنس سنټر کښې د موټر چلولو لايسنس له مرکز څخه خپل پنځه کلن جواز ترلاسه کړي. نوموړي زياته کړه، چې په بېلابېلو ځايونو کښې يې خلکو ته د ټرافيکي قوانينو د پوهاوي په موخه د عامه پوهاوي کمپاين پيل کړى. په هغه کښې له عامو خلکو غوښتل شوي چې د ټرافيکي قوانينو په اړه پوهه شي او عمل پرې وکړي، نوموړي وويل، هغه موټر چلوونکی چې ۲۱ کاله عمر لري. زر تر زره دلته راشئ چې خپل جواز ترلاسه کړئ.

شیئر یې کړی