خيبر:ايډيشنل اسسټنټ کمشنر ايمل خان د سب جيل باړې دوره وکړه

د قبائيلي ضلع خيبر ډپټي کمشنر شاه فهد په هدايت د باړه ايډيشنل اسسټنټ کمشنر ايمل خان د باړه سب جيل دوره وکړه او د انتظاماتو او سهولتونو جاج ئي واخستو۔ايډيشنل اسسټنټ کمشنر د جيل د انچارج سره هم وليدل او بندیانو ته یې د چمتو شویو اسانتیاوو، خوراکي توکو او حفظ الصحې څخه کتنه وکړه.

د خيبر ضلعي انتظاميې لخوا جاري شوي بيان ترمخه ايډيشنل اسسټنټ کمشنر سب جيل کښي د بنديانو سره وليدل۔ له هغه څخه د اسانتیاوو او خوړو په اړه پوښتنه وشوه.په دې موقعه ايډيشنل اسسټنټ کمشنر متعلقه چارواکو ته امر وکړو چې د قانوني لار ترمخه دې بنديانو ته ټولې ممکنه اسانۍ يقيني کړي او د انتظاماتو دې خصوصي خيال اوساتل شي.

شیئر یې کړی