خيبر:شهيد شوے پوليس اهلکار د سرکاري اعزاز سره خاورو ته وسپارول شو

د قبائيلي ضع خيبر شهيد شوي پوليس اهلکار قوت خان د جنازې لمونځ په شاه کس سيمه کښې ادا کړے شو,د پوليس چمتو دستې دوي ته په پوليس لائن کښې سلامي وړاندې کړه او د هغه د بښنې لپاره اجتماعي دعا وکړے شوه.سي سي پي او محمد اعجاز خان، ډي پي او خيبر عمران خان، ايس پي انويسټيګيشن، ډائريکټر پي ټي ايس شاکس بريګيډئير باړه رائفل نديم مشتاق او د شهيدانو وارثانو پشمول نورو برخه والو د شهيد په جسد باندي د ګلونو ګيډۍ واچولې.
د تفصيلاتو ترمخه قوت خان نامعلومه وسله والو په ډزو شهيد کړے وو د هغه تعلق د باړه تحصيل شلوبر قبيلې سره وو۔سي سي پي او پيښور محمد اعجاز خان د شهيدانو ورثاؤ سره خبرې اترې اوکړي او د پوليس محکمي لپاره ئي د شهيدانو خدمات ته خراج تحسين وړاندې کړو او د هر ممکن تعاون باور ئي ورکړو۔سي سي پي او ووئيل چې شهيدان د قام اثاثه ده او د دوي قربانۍ به تل ياد ساتلې شي.

شیئر یې کړی