وزيرستان:بلدیاتی انتخاباتو کښي کامیاب تحصیل چیرمین پشمول ټولو بلدیاتی نمائندګانو سوګند پورته کړو

د جنوبي او شمالي وزيرستان قبايلي ضلعو کښې د اليکشن کميشن آف پاکستان په هدايت د تحصيل چيئرمېن، د ويلج کونسل چيئرمېن او ټولو کونسلرانو سوګند پورته کړو. د سوګند پورته کولو غونډه د شمالي وزيرستان په ميرانشاه، رزمک او ميرعلي سب ډويژنونو کښې ترسره شوه. په دي کښي د بلدياتي ادارو ټولو منتخب اميدوارانواو د ضلعي انتظاميې چارواکو ګډون اوکړو.

جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي د حلف برداري دستوره د ميرانشاه تحصيل ګورنر ماډل سکول ميرانشاه کښي اوشوه۔ په داسې حال کې چې د رزمک ګورنمنټ هائی سکول په امتحاني هال او جرګه هال کښې هم د سوګند پورته کولو دستورې اوشوې.اسسټنټ کمشنرانو د ټولو اميدوارانو نه حلف پورته کړو۔په جنوبي وزيرستان کښي د تحصيل وانا چيئرمين پشمول ۴۹ وي سي او اين سي چيئرمينانو حلف اوکړو،سوګند اسسټنټ کمشنر وانا/رټرننګ افسر وانا بشير خان او ايډيشنل اسسټنټ کمشنر وانا سب ډويژن/رټرننګ افسر وانا ډاکټر ډاکټر محمد اشرف غني پورته کړو.

د حلف برداري دستوره د اے سي وانا جرګے هال کښې اوشوې چې پکښې د نمبر ون له اړخه متعلقه ريټرنګ افسرانو منتخب نمائندګانو نه حلف واخستو چې پکښې د وانا تحصيل نوي منتخب شوي چيئرمين مولانا صالح وزير پشمول ٢٤٦ منتخب نمائندګانو ګډون اوکړو۔ د حلف برداري په دستوره کښي د تحصيل وانا چيئرمېن ګډون اوکړو چي پکښي د اقليتونو يو غړي هم شامل وو

شیئر یې کړی