خيبر:اسسټنټ کمشنر لنډي کوتل ارشاد علي د بيلا بيلو تعليمي ادارو دوره وکړه

د قبائيلي ضلع خيبر ډپټي کمشنر په خصوصي هداياتو اسسټنټ کمشنر لنډي کوتل ارشاد علي د ګورنمنټ مډل سکول عبدالطيف کلي، ګورنمنټ پرائمري سکول شاه زمير کلي کښې د روانو امتحانونو، د طالبعلمانو داخله، د عملې د حاضري ريکارډ، فعاليتونو، د سکول ودانۍ او نورو بنيادي ضرورتونو جاج واخست۔

د جاري شوي بيان ترمخه اسسټنټ کمشنر په دې موقعه ووئيل چې د سرکاري مډل سکول عبدالطيف کلي د کمرو تعمير او په سرکاري پرائمري سکول شاه زمير کلي کښې د کلاسونو د پکهو د بحالۍ مطالبات متعلقه څانګي ته استولي شوي دي تر څو زده کونکي په ښه ماحول کښي خپل تعليمي فعاليتونه جاري وساتلي شي۔ په دې موقعه تعليمي ادارو کې اړونده چارواکو ته لازمې هدايات جاري کړل شوي دي.

شیئر یې کړی