بې وسه او پسمانده طبقو ته د زيات ريليف وركولو پرېكړه شوې, وزيراعظم شهباز شريف

وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې بې وسه او پسمانده طبقو ته د زيات ريليف وركولو پرېكړه شوې ده٬ پنځه بنيادي څيزونه راتلونكي مالي كال لپاره په ټيټه بيعه د وركولو اصولي پرېكړه شوې ده، ذكر شوې سبسډي به د يوټيلټي سټورز د لارې ټول هېواد كښې بې وسه او پسمانده طبقو له وركولې شي۔ دا پرېكړه د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د يوټيلټي سټورز پحقله د لوړې كچې غونډه شوې دې۔ په غونډه كښې وفاقي وزيران مفتاح اسماعيل، مخدوم مرتضي محمود او اړوند لوړ پورو ګډون كړې.
غونډه كښې پرېكړه وشوه چې اوړه٬ چيني غوړي٬ خوراك تېل٬ دالونه او وريژې به د بازار نه په كمه بيعه وركول باوري كولې شي۔ وزيراعظم په كراچۍ كښې د يوټيلټي سټورز نېټ ورك كښې د پراختيا كولو هم منظوري وركړه۔ ده ووئي چې په كراچۍ كښې د يوټيلټي سټور لږه شمېره په هېڅ صورت كښې منظور نه ده۔ ده ووئيل په كراچۍ كښې د يوټيلټي سټورز شمېره زياتولو لپاره دې جامع منصوبه په دوه اوونيو كښې وړاندې كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل پسمانده طبقو ته دا مهال د ريليف حاجت دې٬ هغوي له ريليف وركولو لپاره حكومت هر څرخ له چمتو دے٬ دوي ته ريليف وركول د حكومت وړومبئ ترجيح ده۔
وزيراعظم د سبسډي نظام سپېځلې او د ډيجيټل كولو امر كولو سره ووئيل بېلا بېل ډول سبسډي دې راغونډولو سره يو جامع نظام جوړ كړې شي او په خاص توګه پسمانده طبقو ته دې په ريليف وركولو كښې ترجيح وركړې شي۔ وزيراعظم د سبسډي په نظام كښې اصلاحاتو لپاره د خزانې وفاقي وزير، د صنعت او پېداوار وزير او د غربت تخفيف وفاقي وزير په مرسته د لائحه عمل جوړولو امر وكړو۔ په غونډه كښې په يوټيلټي سټورز وركولې كېدونكې سبسډي، پسمانده طبقې ته د ټارګټډ سبسډي، د يوټيلټي سټورز په ګرد هېواد كښې شمېره كښې پراختيا او په خېبرپښتونخوا كښې د وزيراعظم د وژن له مخې د ارزان اوړو وركولو پروګرام كښې د پېشرفت څخه په تفصيلي توګه خبرې كړې شوې۔
غونډې ته ووېيل شول چې د يوټيلټي سټورز کارپورېشن په هېواد كحئ دا مهال ۳۸۲۲ سټورز نېغ په نېغه او ۱۳۸۰ فرنچائز چلوي او د جولائي تر ۳۰مې نيټې به بلوچستان، سندھ، کشمير، ګلګت بلتستان او پنجاب كښې د ۳۰۰ نه زيات نوې سټورز جوړولې شي ۔ غونډې ته ووئيل شول چې د وزيراعظم شهباز شريف د ريليف پيکېج له مخې تر اوسه ۱۱ كروره ۳۰ لكه مستحق كسان مستفيد شوي دوي ته د كلو پرس په اوړو ۶۰ روپۍ په چينۍ ۲۱ روپۍ٬ په غوړو ۲۵۰ روپۍ او په دالونو او وريژو د ۱۵ نه تر شل روپو ټارګېټډ سبسډي وركړې سوې ده، د سبسډي طريقه کار ډيجيټل ده او د نادرا او د غربت تخفيف وزارت ډېټا سره تړلے شوې ده۔
غونډې ته ووئيل شول چې په خېبرپښتونخوا كښې ۹۴۲ يوټيلټي سټورز په ارزانه بيعه اوړه وركول باوري كوي او د وزيراعظم شهباز شريف په خاص امر زر نوې سېل پوائنټس او ۲۰۰ موبائل سټورز اضافه روانه ده۔ غونډې ته ووئيل شول چې د بلوچستان پحقله د وزيرِاعظم شهباز شريف په روژه كښې دوره او د خاص امر له مخې بلوچستان كښې خوراكي توګه د بازار نه په رعايت سره وركول باوري كېږي دې لپاره نه يوازې يوټيلټي سټورز بلكې موبائل سټورز هم جوړ كړې شوې دي چې په سبب ئې تر لرې پرتو سيمو د سبسډي رسول باوري كولې كېږي٬ وزيراعظم په دې موقع خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د يوټيلټي سټورز د اقداماتو ستائنه وكړه او د ډيجيټل نظام د لارې د ټارګټډ سبسډي د وركولو ئې ډاډګيرنه وكړه