اورکزئۍ:ضلعي انتظاميه به نوي منتخب شوي بلدياتي نمائندګانو سره پوره همکاري کوي, ډي سي عدنان فريد

د اورکزئي ضلعي انتظاميي د خيبرپښتونخوا فيز ټو نوي منتخب شوي تحصيل ميئر، د کليو کونسلرانو، زنانو، کروندګرو، ځوانانو او اقلیتي کونسلرانو د سوګند پورته کولو دستوره وکړه.د ضلعي ريټرننګ افسر/ ډپټي کمشنر اورکزئي عدنان فريد د کونسلرانو نه حلف واخست۔ د حلف برداري په دستوره کښي د ټولو ريټرننګ افسرانو، ډي پي او، ضلعي انتظامي افسرانو او د ضلعي محکمو مشرانو ګډون اوکړو۔

د سوګند پورته کولو دستورې ته د اورکزئي ډپټي کمشنر عدنان فريد اوويل چي ضلعي انتظاميه به منتخب نمائندګانو سره پوره همکاري کوي۔ تاسو باید د خپلې سیمې او خلکو ښه استازیتوب وکړئ، خلکو د ووټ له لارې تاسو باور کړی، تاسو به خپلې ذمه وارۍ په ښه توګه ترسره کوئ.ډي سي دا هم ووئيل چې ضلع د حکومتي ادارو دفترونو دروازې ستاسو لپاره تل خلاصې دی، تاسو ته به په سیمه کښې د غوره خدمتونو په مقصد ځانګړې تربيت هم ورکول کیږی.

شیئر یې کړی