جنسي تشدد په جنګ ځپليو سيمو كښې د قابض ځواكونو د لارې كولې شي, پاکستان

د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر وياند وئيلي دي چې جنسي تشدد په ډېر ناوړه جرائمو كښې يو دے، دا د نړيوالو بشري حقونو او قوانينو څخه سنګين سرغړونه ده، نړيواله ټولنه دې د جعرافيائي ، سياسي او اقتصادي مفاداتو نه بالا كېدو سره د ځپليو تحفظ وكړي.په شخړو كښې د جنسي تشدد د خاتمې نړيوالې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې د خارجه دفتر وياند ووئيل چې پاكستان په شخړو كښې د جنسي تشدد د خاتمې نړيوالې ورځې لمانځلو لپاره نړيوالې ټولنې سره شامل دے.

وياند ووئيل په دې ورځ مونږ د ټولو بشري حقونو عالمګيريت او د شخړو په سيمو او مقبوضه سيمو كښې د دې مساوي اطلاق لپاره د خپل عزم پخلې كوو. وياند ووئيل چې جنسي تشدد په ډېر ناوړه جرائمو كښې يو دے كوم چې په جنګ ځپليو سيمو كښې د قابض ځواكونو د لارې كولې شي، دا د نړيوالو بشري حقونو او قوانينو څخه سنګين سرغړونه ده. په دې ورځ بايد مونږ د مقبوضه جو و كشمير بهادر خلق هېر نه كړو كوم چې د هند د قابض ځواكونو لخوا د بشري حقونو څخه سنګين او منظم سرغړونو سره مخ دي.

وياند دا هم ووئيل په مقبوضه جمو و كشمير كښې عصمت دري د آواز خاموشه كولو د يوې آلې په توګه او د اجتماعي سزا د يوې ذريعې په توګه كارولې شي. په مقبوضه جمو و كشمير كښې كشميري مېرمنو، جينكو او ماشومانو په دې وروستيو كښې د جنسي تشدد تر ټولو زيات يرونكي شكلونه ليدلي دي. په كال ۱۹۹۱م كښې د فرورې په ۲۳مه نېټه په مقبوضه جمو و كشمير كښې د كنن پوش پوره په كلي كښې كشميري مېرمنو سره د اجتماعي عصمت درې بوږنوونكې پېښې رامېنځ ته شوې او ځپلي لا هم د انصاف په انتظار دي. وياند ووئيل چې بايد نړيواله ټولنه د مقبوضه جمو و كشمير د خلقو په ضد د جنسي جرائمو نوټس واخلي. پاكستان به مظلومانو او د جنسي تشدد ښكار شويو په حق كښې تل غږ پورته كوي.

شیئر یې کړی