خيبر:د زړۀ په رنځ اخته افغان کوچني د علاج لپاره پاکستان ته راورسيدل

د افغان ماشومانو لومړنۍ ډله چې د زړه په ناروغۍ اخته دي د علاج لپاره له کابل څخه د طورخم پولې له لارې پاکستان ته راورسیده، د پاک افغان همکارۍ فورم چیئرمین حبیب الله خان، د الخدمت فاونډیشن چیئرمین ډاکټر حفیظ الرحمن او د پوهنتون د ډاکټرانو یوه ډله د دوي هرکلے وکړو,په دې موقعه د زړۀ په رنځونو پوهه ډاکټر عبدالمالک او ډائریکټر اے کے ایف سفیان احمد خان هم موجود وو.د افغانستان لخوا مولوی خالد او د افغان هلال احمر حفیظ الرحمن هم ګډون کړے وو.

د افغان هلال احمر ترمخه د معلوماتو له مخې، شاوخوا شپږ زره افغان ماشومان چې د زړه د زیږون په ناروغۍ اخته دي د درملنې په تمه دي. د ۲۰۲۱ کال له پیله تر اوسه له زړه ډېر داسې ناروغان ثبت شوي او په هېواد کښې دننه او بهر د علاج په تمه دي. د زړه ناروغي په ماشومانو کښې د زیږون په وخت کښې شتون لري چې کولی شي د ماشوم د زړه په جوړښت او سیسټم اغیزه متاثره کړي.د دغه ماشومانو علاج به د پاکستان پوهه ډاکټران کوي.

شیئر یې کړی