د خوراكي تېلو درآمد كولو لپاره په خپله ذاتي خرچه د وفاقي وزير د انډونيشيا دوره د ستائنې وړ ده٬شهباز شريف

وزیرِ اعظم شهباز شریف انډونيشيا څخه د خوراكي تېلو درآمد كولو له د صنعت او پېداوار وفاقي وزير مخدوم مرتضی خصوصي هڅې ستائلې دي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د صنعت او پېداوار وفاقي وزير مخدوم مرتضی محمود او سېكتر امداد الله بوسال ملاقات وكړو.
وزیراعظم ووئيل د خوراكي تېلو درآمد كولو لپاره په خپله ذاتي خرچه د وفاقي وزير د انډونيشيا دوره د ستائنې وړ ده٬ په وخت د خوراكي تېلو درآمد كولو سره په دې لړ كښې د رامخې ته كېدونكې ستونزې مخنيوې وكړې شو٬ دې سره به د خوراكي تېلو په بيعه كښې كمې هم رامخې ته شي.
دا خبره دې ښكاره وي چې د ويزراعظم په هدايت وفاقي وزير مخدوم مرتضی محمود د خوراكي تېلو درآمد كولو لپاره په خپله ذاتي خرچه د انډونيشيا دوره وكړه, د دورې مقصد په د تېلو درآمد كولو د لارې هېواد كښې د تېلو د كمي متوقعې ستونزې مخنيوې كول وو, د وفاقي وزير د هڅو په نتيجه كښې انډونيشيا دوه نيم لكه مېټرك ټن (۱۰ سمندري جهازونه) خوراكي تېل پاكستان ته وركړې دي, د خوراكي تېلو اولنې كھپت د صنعت او پېداوار وفاقي وزير په موجودګۍ كښې انډونېشيا څخه پاكستان لپاره روان كړې شو.