خيبر:د ضلعي انتظاميې په مرسته ملا ګوري کښې پرانسته کچهري اوشوه

د قبائيلي ضلع خيبر په ورسک ريسټ هاؤس ملاګوري کښي د ډپټي کمشنر خيبر شاه فهد په مشري کښي يوه پرانستي غونډه اوشوه چي پکښي اسسټنټ کمشنر جمرود شکيل احمد، د تيراه رائفلز کپتان علي، تحصيل چيئرمين سيد نواب د ملاګوري تحصيل جمرود سره تعلق لرونکي د بلدياتي ادارو نمائندګانو او نورو خلقو هم په دي اوپن فورم کښي ګډون اوکړو او خپلي ستونزي، نظريات او وړانديزونه ئي د خپلو مشرانو سره شريک کړل.

په دغه پرانسته کچهرۍ کښې ځائي خلکو د ورسک ډيم په اړه د ځايي خلکو د بهرتيانو، برېښنا، سړکونو او د ورسک ډيم معاوضې په ګډون د نورو بنيادي مسايلو په اړه لوړ پوړو افسرانو ته خبر ورکړو، د ډپټي کمشنر وينا وه چې تعليمي ادارو کښې د ښوونکو کمې به د يونيسف په مرسته پوره کولے شي. سیمې ته به د نادرا رجسټریشن ګاډی ورکولی شی.د نزدی روغتیایی مراکزو څخه میډیکل افسران به په هفته کی دوې ورځی د ځایی خلکو لپاره موجود وی د سړکونو جوړولو لپاره د پی سی ون جوړولو لپاره سی اینډ ډبلیو ته هدایات جاری کړی شوی دی.

د ملاګوري مشرانو او نورو ځائې خلکو د ضلعي انتظاميې مننه کړې چې د اولسي ستونزو حل کولو لپاره ئي پرانسته کچهري راجوړه کړه او د دوي ستونزې ئي واوريدې, دوي د ضلعي انتظاميې څخه دا غوښتنه هم وکړه چې دا قسمه غونډې دې بيا بيا تابيا کولے شي ځکه چې دې سره په اولسي ستونزو حل کولو کښې ډيره مرسته ترلاسه کيږي.

شیئر یې کړی