د رياست او د هېواد په ګټه مشکلو پريكړو ته اړتيا ده، وفاقي وزير مفتاح اسماعيل

حکومت د پيټروليم مصنوعات په بيعو كښې د زياتوالي اعلان كولو سره وئيلي دي چې د هېواد په ګټه مشكلو پريكړو ته اړتيا ده،كه دا اقدام نه كوو نو هېواد د ډيفالټ كيدو په پلو تللې شي، د پيټرول يو ليټر بيعه ۲۳۳.۸۹ روپۍ، د هائي سپيډ ډيزل ۲۶۳.۳۱ روپۍ ،د خاورو تيلو ۲۱۱.۴۳ روپۍ او لائټ ډيزل آئل يو ليټر بيعه ۲۰۷.۴۷ ته رسول شوې.
د خزاني وفاقي وزير مفتاح اسماعيل د زيارت په شپه د توان وزير مصدق ملك سره خبري کنفرنس كښې ووئيل چې د ۱۶ جون څخه د پيټرول بيعه كښې ۲۴.۳ روپۍ، د هائي سپيډ ډيزل بيعه كښې ۵۹.۱۶ روپۍ، د خاورو تيلو بيعه كښې ۲۹.۹ روپۍ او لائيټ ډيزل بيعه كښې ۲۹.۱۶ روپۍ زياتوالې كېږي،د دې نه پس به د يو ليټر ليټر پيټرول بيعه ۲۳۳.۸۹ روپۍ، د هائي سپيډ ډيزل ۲۶۳.۳۱ روپۍ، د خارو تيلو بيعه ۲۱۱.۴۳ روپۍ او لائيټ ډيزل آئل يو ليټر بيعه ۲۰۷.۴۷ روپۍ ته ورسي.
د خزاني وزير ووئيل چې د پيټروليم مصنوعات په بيعه كښې د زياتوالي اعلان د نوټيفيکشن د لارې هم كيدې شو خو قام د صورتحال څخه خبرولو ته اړتيا وه۔د خزانې وزير ووئيل چې د فرورې په مياشت كښې چې كله عمران خان ته معلومه شوه چې حكومت روان دے نو هغه د پيټرول بيعه كمه كړه۔ سيلزټيکس او ليوي ئې ختم کړه او دې څانګې زيان پيل شو۔ هغه مهال په نړيواله مندۍ كښې يو بيرل په ۹۰ ډالر ؤ، د عمران خان حکومت تر جون په ېيعه كښې د زياتوالي نه كولو هم اعلان وكړو، په ۱۵ جون په نړيواله منډۍ كښې بيعه ۱۲۰ ډالره ده۔ حکومت ته په يو ليټر پيټرول ۲۴.۰۳ روپۍ، هائي سپيډ ډيزل ۵۹.۱۶ روپۍ ، د خاورو په تيلو ۲۹.۴ روپۍ او لائيټ ډيزل ۲۹.۱۶ روپۍ زيان كيدو، د مئي په مياشت كښې د سبسډي په لړ كښې ۱۲۰ اربه زيان شوے كوم چې د حکومت چلولو خرڅ څخه يو په درې زيات دے