کابل: پاکستان د محمد علي جناح روغتون افغان حکومت ته سپارلی

د افغانستان په سرښار کابل کښې د پاکستان له خوا جوړ شوی محمد علي جناح روغتون افغان حکومت ته وسپارل شو.د کابل جناح روغتون، چې د پاک-افغان همکارۍ فورم لخوا اداره کیږي، د جون په ۱۴، ۲۰۲۲ د افغانستان په سرښار کابل کښې افغان حکومت ته وسپارل شو. د نېکمرغۍ په غرض د روغتون په کارکوونکو د یوې میاشتې ۵۲ زره امریکايي ډالره تنخا هم ووېشل شوه.

د لاهور پوهنتون او د افغانستان د روغتیا وزارت ترمنځ د کابل په محمد علي جناح روغتون کښې د همکارۍ یو تفاهم لیک لاسلیک شو.په دې موقعه افغانستان کښې د پاکستان سفير منصور احمد خان او د افغانستان د صحت وزير قلندر عباد هم موجود وو.

د لاسليک شوي تفاهم له مخې به د محمد علي جناح روغتون روغتيايي اسانتياوې په نړيوال معيار برابرېږي او د تدريسي روغتون په جوړولو سره به يې استعداد لوړېږي.د لاهور جناح روغتون په پام کښې لري چې په افغانستان کښې د طبي کارکوونکو د کمښت د پوره کولو لپاره په کابل کښې د روغتیايي اسانتیاوو او همدارنګه د نرسنګ او اړوندو روغتیايي علومو کالجونه پرانیزي.د روغتون سره به د نړيوال معيار ميډيکل کالج هم جوړولے شي.

د پاکستان سفير د افغانستان د عامې روغتيا له وزير څخه د کابل روغتون له پاکستاني کارکوونکو سره د همکارۍ له امله مننه وکړه او ويې ويل چې پاکستان افغان وروڼو ته د روغتيايي خدمتونو په برابرولو کښې ژمن دى.

قلندر عباد د لاهور يونيورسټۍ او د پاکستان حکومت مننه وکړه او ويې ويل چې په راتلونکي کښې هم بايد د پاکستان په برخه کښې همدغه روحيه جاري وساتل شي.ياده دې وي چې کابل کښې د پاکستان له خوا جوړ شوی جناح روغتون ۲۰۰ بستره لري او دا مهال د افغانستان دویم ستر روغتون دی. د جناح روغتون جوړول په افغانستان کښې د پاکستان د مرستو او پراختیایي پروژو د لړۍ یوه برخه وه.

شیئر یې کړی