يوټېلټي سټورز کښې به د جون د ۹مې نېټې څخه يو كلو غوړي په ۳۰۰ روپۍ ترلاسه كېږي٬ مفتاح اسماعيل

د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ(اي سي سي) د وزيراعظم رېليف پیكج ۲۰۲۰ كښې تر ۳۰ جون ۲۰۲۲ د پراختيا منظوري وركړی چې له مخې به ئۍ په ځايې ماركيټونو كښې د زياتې بيعې باوجود په يوټېلټي سټورز د جون د ۹مې نېټې څخه يو كلو غوړي په ۳۰۰ روپۍ ترلاسه كېږي٬ په غونډه كښې د ګلګت شندور سړك پروژې لپاره د ۴۰۰۰ ملين روپو اضافي فنډز پشمول د ځينې وزارتونو او ډويژنونو لپاره د ضمني او تكنيكي ضمني ګرانټس منظوري هم وركړی شوې.
د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل په مشرۍ كښې وشوه.په غونډه كښې د خزانې وزيرمملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا٬د پېټروليم مصنوعاتو وزيرمملكت مصدق ملك٬وفاقي سېكرټريز٬د اېف بي آر چيئرمېن٬د اوګرا چيئرمېن او نورو سينئر افسرانو ګډون وكړو.
غونډه كښې د صنعت او پیداوار وزارت لخوا د وزيراعظم رېليف پیكج ۲۰۲۰ كښې پراختيا او په يوټېلټي سټورز كارپورېشن د غوړو د بيعې ټاكنې لپاره يوه سمري وړاندې كړې شوه٬اقتصادي رابطه كمېټۍ په رېليف پېكج ۲۰۲۰ كښې تر ۳۰ جون ۲۰۲۲ د پراختيا منظوري وركړه چې له مخې به ئې په يوټېلټي سټوروز د جون د ۹مې نېټې څخه په ځايې ماركيټونو كښې د زياتې بيعې باوجود يو كلو غوړي په ۳۰۰ روپۍ ترلاسه كېږي.
اي سي سي په دې كړ كښې د يوټېلټي سټورز كارپورېشن لپاره ۳ ارب٬ ۴۴ كروړ ۷۶ لكه روپۍ ضمني ګرانټ منظوري هم وركړې۔ په غونډه كښې د هوا بازۍ وزارت لخوا په ليز اخستلې شوي سيلز ټېكس په قسطونو كښې د ادائيګۍ په اړه سمري وړاندې كړې شوه٬غونډې ته ووئيل شو چې پاكستان انټرنېشنل ايئر لائنز ۷۲ مياشتو مودې لپاره په ډرائي ليز ۴ اے ۳۲۰ الوتكې په خپله بيړۍ كښې شاملوي۔په غونډه كښې د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د ۵۳۵.۸ ملين روپو پشمول د بېلا بېلو وزارتونو او ادارو د ضمني او تكنيكي ضمني ګرانټس منظوري هم وركړی شوه.