بجټ كښې كم آمدن لرونكې كسانو له ريليف وركولو لپاره اقدامات شوې دي،مفتاح اسماعيل

د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې نړيوال او د هېواد د حالاتو په تناظر كښې مشكل حالات كښې نوې مالي كال لپاره متوازن بجټ وړاندې كړې شوې دې چې پكښې عام وګړي له ريليف وركولو ته پام لرنه شوې ده،وړومبې هدف مالياتي استحكام او دويم غريب اولس له ريليف وركول دي، پاكستان يو وقار لرونكې هېواد دې او مونږ له به خپل معيشت سنبھالول وي،د داسې سياست هيڅ ګټه نشته چې ورسره هېواد په زيان كښې وي،مونږ د هېواد په ګټه مشكل پريكړې كړې دي او كولې به شي،د يو لكهه نه تر دوه لكهه روپو د مياشتي آمدن لرونكو وګړو د ټيكس شرح كمه شوې، زيات آمدن لرونكو وګړو لپاره د ټيكس شرح زياته شوې ده، ۲۵ لكهه نزدې دكانداران د ټيكس نيټ كښې راوستلو پريكړه شوې ده او دې لپاره د فكسډ ټيكس شرح مقرر كړې شوې ده، يوټيليټي سټورز به ټول كال اوړه ،غوړي او چيني په رعايتي بيعه ترلاسه وي، زرعي پيداوار او برآمدات كښې اضافه د حكومت په ترجيحات كښې شامل ده، بجټ اقدامات د لارې پاكستان د كوټلي نمو په لاره روانولو هڅه شوې ده.
وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب، وزير مملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا، چيئرمېن اېف بي آر او سيكرټري خزانه سره پوسټ بجټ پرېس كنفرنس ته د خزانې وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې پاكستان دا مهال مشكل دور څخه تيريږي، داسې حالت مو چرې نه ؤ ےليدلې،د برېښنا او ګاز څانګي د ۲۴۰۰ او ۱۵۰۰ اربه روپۍ ګرځنده قرضو سره مخ دي، د برېښنا په لړ كښې ۱۱۰۰ اربه روپۍ څخه زياته سبسډي وركړې شوي،مونږ له به دا مسئلې حل كول وي او بد انتظامي ختمولو سره به د برېښنا او ګاز څانګو زيان كمول وي،كه دا مسئلې حل نه كړې شوي نو معيشت به دومره لوئ بوجھ ونه زغمي.
د خزانې وزير وئيلي دي چې پاكستان يو وقار لرونكې هېواد دې،مونږ له به خپل معيشت سنبھالول وي،د برېښنا ټرانسميشن لائنز كښې خرابۍ او د بل وصوليو كښې مسئلو سره مخ يو، د خزانې وزير وئيل چې سږ كال په ګاز ۴۰۰ اربه روپۍ سبسډي وركړې شوې ده،يواځي په اېس اين جي پي ايل كښې ۲۰۰ اربه روپۍ زيان شوې دې، پخواني حكومت د برېښنا او ګاز څانګو كښې د مسئلو حل كولو هڅه نه ده كړي، ايل اين جي په وخت نه اخستلو سره ستونزو سره مخ شوې يو چې په نتيجه كښې ئې په لوډ شيډنګ كښې هم اضافه شوې، د خزانې وزير ووئيل چې د مسئلو باوجود د ګاز كمي په وجه كومه هم كارخانه نه ده بنده كړې شوي.
د خزانې وزير وئيلي دي چې سږ كال بجټ كښې ۴۹۰۰ اربه روپۍ خساره ده، عمران خان د هېواد د تاريخ څلور لوئ خسارې كړي۔ لياقت علي خان نه تر ناصر الملك څومره هم وزير اعظمان چې تير شوې دي هغوې په ګډه دومره قرض نه دې اخستې د هغې ۸۰ فيصده عمران خان په څلورو كلونو كښې اخستې دې۔مونږ له روان مالي كال كښې ۳۹۵۰ اربه روپۍ قرضو وركول وي دغسې په كال ۲۰۱۸ء كښې مونږ چې حكومت پرېښودلو نو هغه كال بهرني قرض په لړ كښې ۱۴۹۹ اربه روپۍ وركول وو۔ د خزانې وزير وئيلي دي چې د وفاق وسائل محدود دي، سږ كال د ټيكسونو هدف ۷۰۰۴ اربه روپۍ مقرر كړې شوې دې كښې به ۴ زره اربه روپۍ صوبو ته لاړي شي، وفاقي حكومت سبسډيز نه علاوه ګلګت بلتستان، آزاد كشمير او د هېواد كم پرمختلليو سيمو كښې پرمختيائي پروژو او اولسي ښېګړې لپاره هم فنډز وركوي.
د خزانې وزير وئيلي دي چې بے نظير انكم سپورټ پروګرام بجټ ۱۰۰ اربه روپۍ زيات كړې شوې دې۔دا مهال نړۍ كښې د ګرانۍ كچه زياته ده د كومې اثرات چې په هېواد مرتب شوې، په دې تناظر كښې هڅه شوې چې په مالداره كسانو زيات بوجھ واچولې شي،دا مهال نړيواله منډۍ كښې د پام آئل بيعه ۱۷۰۰ ډالره يو ټن ده، وزيراعظم تيره ورځ د انډونيزيا صدر سره خبره كړې ده، د صنعت او پيداوار وزير د انډونيزيا دوره كوي دغسې چې د خوراك تيل رسد سم كړې شي۔ ده ووئيل چې حكومت نوې مالي كال بجټ كښې په تيل لرونكې تخمونو ځينې مراعات وركړې دي۔دې مقصد لپاره ۲۰ اربه روپۍ پيكج وركړې شوې، حكومت تيل لرونكي تخمونو د هېواد په كچه پيداوار زياتولو له ګامونه پورته كوي او هيله لرو چې مونږ به تر يو ارب ډالر آئل سيډز پخپله پيدا كړو.
د خزانې وزير وئيلي دي چې مونږ د هېواد په ګټه مشكل پريكړې كړې دي او كولې به شي،د يو لكهه نه تر دوه لكهه روپو د مياشتي آمدن لرونكو وګړو د ټيكس شرح كمه شوې، زيات آمدن لرونكو وګړو لپاره د ټيكس شرح زياته شوې ده، ۲۵ لكهه نزدې دكانداران د ټيكس نيټ كښې راوستلو پريكړه شوې ده،په بجټ د بحث په مهال د غړو رايو سره به ځينې اقدامات كښې معمولي بدلون كولې شي او كوم كمې چې دې د هغې د پوره كولو هڅه به كولې شي۔ د خزانې وزير وئيلي دي چې ټيكس غلا مخنيوي لپاره به ګامونه پورته كولې شي ، ۳۰ اربه نزدې په ټيكس ليكجز د قابو موندلو هڅه به كولې شي.