سرکاري ملازمانو ته به په تنخاګانو كښې ۱۵ فیصده ایډهاك ترلاسه كېږي

د راروان مالي كال (۲۰۲۲-۲۳ء) د ۹۵۰۰ اربه روپو حجم وفاقي بجټ وړاندې كړے شوے ٬ په عام وګړي كوم نوے ټيكس نه دې لګولے شوے، سرکاری ملازمانو ته په تنخاګانو كښې ۱۵ فیصده ایډهاك ریلیف دغسې پخواني ايډهاك ریلیفس په بنیادی تنخا كښې ضم كړے شوي ، د ټیکس محصولات هدف ۷۰۰۴ اربه روپۍ اېښودلے شوے، کروندګرو له ریلیف وركولو لپاره په زرعی مشینرۍ کسټم ډيوټي دغسې د بيلا بېلو غلو په تخمونو سیلز ټیکس ختم کړے شوے، نان ټیکس ریونیو به دوه زره اربه روپۍ وي، د این اېف سی ایوارډ ترمخه به صوبو ته ۴۱ سوه اربه روپۍ ترلاسه كېږي،ځكه چې کینولا او د نمر پرست په تخمونو ۱۷ فیصده سیلز ټیکس ختم کړے شوے، د انکم ټیکس د لږې نه لږه شرح ۶ لکهه روپو څخه ۱۲ لکهه روپو ته رسولې شوې.
د بجټ رپورټ ترمخه شرح سود ۱۱.۷ فیصده څخه په راروان مالي كال كښې هدف ۱۱.۵ فیصد، د شرح نمو هدف ۵ فیصد مقرر کړے شوي ،د ۱۶۰۰ سی سی څخه پورته ګاډو باندې ایډوانس ټیکس زيات كړے شوے ، نان فائلر لپاره د ټیکس موجودہ شرح ۱۰۰ فیصده څخه ۲۰۰ فیصده ته رسولې شوې ،د ۲۰۰ یونټس څخه كم برېښنا استعمالونكو صارفینو له د سولر پینل په اخستو به د بانكونو څخه په آسانو قسطونو پور وركولې شي، سولر پینل په درآمد او د ځائې سپلائی سیلز ټیکس ختم کړے شوے۔ د جمعې د ورځ د قامی اسمبلۍ په غونډه كښې د خزاني وزير مفتاح اسماعیل د اړخه د راروان مالي كال وفاقي بجټ وړاندې كړے شو.
د خزانې وفاقي وزير ووئيل په ايوان كښې د اتحادي حكومت وړومبے بجټ وړاندې كوم. دا يو داسې اتحاد دے كوم چې په تېرو ټاكنو كښې د اولسي رائے د ۶۰ فيصده نه زيات ملاتړ لري. په دې حكومت كښې د وفاق د ټولو برخو نمائندګي ده ځكه د هېواد د معيشت په حقله شوې ټولې پرېكړې د قام قوي ملاتړ لري. ده ووئيل حكومت د تېرو پاؤكم څلورو كلونو د خرابۍ كاركردګۍ په وجه د راپېدا شوي بدتره معاشي صورتحال ښه كولو مشكل چېلنج سره مخ دے,معلومه نه ده چې تېر حكومت پرله پسې تر پاؤكم څلور كالو د پاكستان او اولس نه د كوم څيز بدل اخستو, د دوي د نادانۍ په سبب سماجي ډهانچه ځپلې شوې٬معاشي پرمختګ اودرېدلے او قامي اتحاد تتربتر شوے۔په دې موده كښې معاشي بداانتظامي بام ته رسېدلې وه او د دغې په وجه عام وګړې سخت ځپلې شوي۔د روپۍ په قدر كښې ډېر كمے راغلے او د دې په بنا د هر څيز بيعه لوړه شوې دغسې د غريب او د متوسط طبقې ژوند ګران شوے.
مفتاح اسماعيل ووئيل چې په تېرو پاؤكم څلور كلونو كښې يوې ناتجربه كارې ډلې خوږ وطن تباهۍ ته رسولے ٬هر كال به يو نوي كس بجټ وړاندې كولو او هر كال بلكې د هر كال په مهال به د حكومت معاشي پالېسي بدلېده او د دې په وجه د سرمايه كارو او د پرمختيائي شراكتدارو اعتماد ته زيان ورسېدو۔دغه خلق د خبرې كولو او بيا د منكرېدو ماهران دي۔د پاكستان اولس په هر پړاؤ د هغوي اغستې يوټرن كتلې وو خو هغوي د خپل عادت نه مجبور وو او د نړيوالې ټولنې او نړيوالو مالياتي ادارو په وړاندې ئې هم پرله پسې د دريځ بدلولو عادت خپل كړے ؤ ځكه د آئي اېم اېف پروګرام كوم چې سږ كال ختمېدونكے ؤ ۔په فرورۍ كښې معطل شوے و او بنيادي اصلاحات كوم چې په كال ۲۰۱۹م كښې كېدونكې وو لا تراوسه هم نه دي شوي.
دوي ووئيل چې د معيشت سټركچر خرابۍ سمولو لپاره د بنيادي اصلاحات ضرورت وي او د دې يو فوري منفي غبرګون هم رامخې ته كېږي ٬ خو معيشت به په قوي بنيادونو اودرولے شي۔تېر حكومت د داسې اقدامات څخه سترګې پټولې ځكه هغه ټول اصلاحات مؤخر شول او په وجه يې نن معيشت په خپلو پښو ونه درېدو او خوشحالي زمونږ نه لرې شوه۔ده ووئيل چې اوسني حكومت سره ډېر كم وخت دے٬مونږ ډېر په آسانۍ سره دا بدلونونه راتلونكې حكومت ته پرېښودلې شول خو په دې كښې د هېواد زيان ؤ ځكه مونږ پريكړه كړې چې هغه ټول بدلونونه به كولې شي ځكه چې معيشت په ناوړه حالت كښې دے ٬مونږ دوه اپشن لرل يو دا چې هېواد مو په دې حالت كښې پرېښودے ؤ او د نوو ټاكنو اعلان مو كړے ؤ خو دې سره به د معيشت بېړه چپه شوې وه او هېواد بېرته په پټلۍ روانول به نور مشكل شوے ؤ ځكه مونږ بله لاره خپله كړه او سختې پريكړې مو شروع كړې ٬دا يوه مشكله لار ضرور ده خو د تل پاې پرمختګ لاره يوازې هم دا ده ٬مونږ وړاندې هم كړي٬مونږ اوس هم كولې شو او مونږ به دا په عملي توګه څرګندوو.
وفاقي وزير ووئيل چې مونږ تل قامي مفاد له په خپلو سياسي مفادو ترجيح وركړې٬دا مهال هم زمونږ وړومبې پام لرنه معاشي استحكام ته ده٬زمونږ د معيشت يوه بنيادي مسئله دا پاتې شوې چې زياتره د معاشي پرمختګ شرح ۳ او ۴ فيصد ترمينځه وي كومه چې زمونږ په آبادۍ كښې د اضافې شرح سره مطابقت نه لري۔د دې په ضد كله چې د معاشي پرمختګ شرح د ۵ يا ۶ فيصد نه بره لاړه شي نو د كرنټ اكاؤنټ خساره د قابو نه بهر شي۔د دې وجه دا ده چې مونږ معيشت چلولو لپاره امير طبقې ته مراعات وركوو٬دې سره درآمدات زيات شي او برآمدات په ځاې ولاړ وي٬هم دا كار تېر كال هم شوے بلكې تقريبا هر ځل شوے ځكه مونږ له كوم نوې سوچ خپلول وي او د يو قام په توګه به د دې حل راويستل وي۔مونږ له به د معيشت چلولو لپاره د كم آمدن او متوسط طبقې ته مراعات وركول وي٬دې سره به ځايې پېداوار زيات شي او كركيله به هم پرمختګ وكړي.
وفاقي ووئيل چې د تېرو پاؤكم څلورو كلونو د بدانتظامۍ په وجه پاكستان د ګرانۍ په حساب د نړۍ په لويو هېوادونو كښې په درېم نمبر دے٬ ۷ نيم كروړه خلق د غربت ژوند په تېرولو مجبور دي٬په دې كښې د دوه كروړه اضافه د تېرو پاؤكم څلورو كلونو په مهال شوې ٬ په دې موده كښې ۶۰ لكه خلق بې روزګاره شوي۔د خپل پاؤكم څلور كاله مودې په مهال پخواني حكومت ۲۰ زره اربه روپۍ قرض اخستے كوم چې د لياقت علي خان او خواجه ناظم الدين نه واخله تر ايوب خان٬ذوالفقار علي بهټو٬محترمه بېنظير بهټو٬ميا محمد نواز شريف٬شاهد خاقان عباسي او جناب سپيكر ستاسو پشمول د ټولو وزيراعظمانو د حكومتونو په ۷۱ كلونو كښې د اخستلے شوو قرضو د ۸۰ فيصد برابر دے۔د دې وجه دا وه چې دوي د آمدن نه زيات خرڅ كړے او د پاكستان د تاريخ څلور لوي د خسارې بجټ يې وړاندې كړي۔د دوي د بجټ اوسط خساره ۸.۶ فيصد ته نزدې وه۔په دې مهال هر كال تقريبا ۵ اربه روپۍ قرض زيات كړے شوے او د روان مالي كال په مهال د ۵۱۰۰ اربه روپو د خسارې توقع ده۔دغسې د برېښنا ګرځينده قرض د ۱۰۶۲ ارب روپو نه په زياتېدو كوم چې مونږ په مئي ۲۰۱۸ كښې پرېښے و٬ اوس ۲۵۰۰ ارب روپو ته رسېدلے او د هېواد په تاريخ كښې د ګاز په څانګه كښې ګرځينده قرض رامخې ته شوے كوم چې په مارچ ۲۲-۲۰۲۱ كښې ۱۴۰۰ ارب روپو ته رسېدلے دے.
وفاقي وزير ووئيل چې زما د قائد ميا محمد نواز شريف په دور كښې ګراني د لږې نه لږه شوې وه٬د ګرانۍ شرح تقريبا ۵ فيصد ته نزدې وه٬د افراط زر د لږې نه نه لږه شرح ۳.۹ فيصد رېكارډ كړې شوې وه۔د تېرو پاؤكم څلورو كلونو د بدانتظامۍ په وجه پاكستان د ګرانۍ په مستقل چپه كښې راګېر دے ځكه چې تېر وزيراعظم به وئېل زه د پياز او ټماټرو بيعې كتلو له نه يم راغلے بلكې هېواد عظيم جوړولو لپاره راغلے يم۔ماته معلومه نه ده چې غريب وګړے د ګرانۍ په ژرنده كښې دل كولو سره څوك هېواد څنګه عظيم جوړولې شي۔ ده ووئيل چې زه نه پوهېږم چې د عمران خان حكومت راتللو سره د چينو او اوړو بيعې ولې زياتې شوې٬په كال ۲۰۱۳م كښې د چينو بيعه ۵۵ روپۍ كلو وه او په كال ۲۰۱۸م كښې چې كله مونږ لاړو نو د چينو يو كلو بيعه ۵۳ روپۍ وه٬بيا د كال ۲۰۱۸م نه پس د چينو بيعې وزرې وشوې او زياتېدو زياتېدو سره يې د يو كلو بيعه د ۱۴۰ روپو نه زياته شوه خو بيا وزيراعظم شهباز شريف راغلو كوم چې دا بيعه ۷۰ روپۍ ته راوسته۔ دغسې مونږ چې كله په كال ۲۰۱۸م كښې لاړو نو د اوړو يو كلو بيعه ۳۵ روپۍ وه كومه چې په نوې پاكستان كښې ۸۰ كلو روپۍ ته ورسېده خو بيا شهباز شريف راغلو او په يوټېلټي سټورونو او په خاص دوكانونو ئې په ۴۰ روپۍ كلو اوړه وركول شروع كړل كله چې مونږ لاړو نو پاكستان چينې او غنم برآمد كول خو اوس مونږ دواړه څيزونه درآمد كوو.