روان مالي كال كښې درآمدات ۷۰ څخه ۷۵ اربه ډالره ته د رسيدو امكان دے, مفتاح اسماعيل

د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي د نوي مالي كال په وفاقي بجټ كښې معيشت سمولو ته پام لرنه كېږي، د لوي څښتن په مهربانۍ سره هېواد د ديواليه كيدو څخه بچ كړے شوے، مونږ اوس د استحكام په لاره راغلې يو او انشاء الله ډير زر به د استحكام منزل ته ورسوو، كوټلي اقتصادي نمو لپاره به هڅې كولې شي دغسې چې د دې په نتيجه كښې بيا بيا د ادائيګيو توازن او د روانو حسابونو كھاتو كښې د خسارو مسئلو سره نه مخ كېږو، د عمران خان مائنونه زمونږ د حكومت په ضد نهبلكه د پاكستان په ضد ؤ، زمونږ لپاره تر ټولو لوئ چيلنج د ۲.۴ فيصد په شرح سره زياتې شوې آبادۍ له روزګار او بنيادي آسانۍ وركولو لپاره د كوټلي پرمختګ اهداف سر كول دي.

د روان مالي كال ۲۲-۲۰۲۱ اقتصادي جائزه رپورټ وړاندې كولو په موقع وفاقي وزيرانو خرم دستګير، احسن اقبال او وزير مملكت عائشه غوث پاشا او د خزاني سيكرټري سره پريس بريفنګ كښې د خزانې وزير مفتاح اسماعيل ووئيل د پاكستان په معيشت كښې چې كله هم د نمو شرح زياتيږي نو د روانو حسابونو كھاتو خساره زياتيږي،دا وخت هم د ګروتھ شرح ۵.۹۷ فيصد ده ، د ګروتھ شرح په نوې بيسنګ بنياد ده، ۰۶-۲۰۰۵ بيسنګ په بنياد د ګروتھ شرح دې څخه كمه ده،د دې په نتيجه كښې د ادائيګيو توازن كښې بحران راغلے، روان مالي كال كښې درآمدات ۷۰ څخه ۷۵ اربه ډالره ته د رسيدو امكان دے كوم چې د هېواد د تاريخ تر ټولو لوړه كچه ده ، درآمدات كښې د روان مالي كال په مهال ۴۸ فيصده نمو شوې، برآمدات كښې ۲۸ فيصد شرح سره اضافه شوې.

د خزانې وزير ووئيل د تجارتي خسارې حجم ۴۵ اربه ډالره دے، زمونږ برآمدات زمونږ د درآمدات په تناسب سره ۴۰ فيصده ته راغلې، په داسې صورتحال كښې حكومتونو له قرضې اخستل وي، د كووېډ په دور كښې په نړيواله كچه د پټرول او نور مصنوعات بيعې كمې شوې وي،په هغه وخت كښې د روانو حسابونو دكھاتو خساره كمه شوې وه دغسې ادائيګيو كښې د توازن بحران هم ختم شوے ؤ خو كله چې د كووېډ نه پس نړۍ پرانستلې شوه نو د حسابات جاريه كھاتو خساره زياته شوه،دې سره سره ادائيګيو كښې د توازن مسئلې هم رامخې ته شوې.

د خزانې وزير ووئيل چين څخه رول اوور قرض په لړ كښې ۲.۵ اربه ډالره معاونت پاكستان ته به ترلاسه شي ٬ دې نه پس به زمونږ د زرمبادلې پانګې ۱۲ اربه ډالره څخه زياتې شي, د خزانې وزير وئيلي دي نوې مالي كال بجټ كښې معيشت سمولو ته پام لرنه كوو،دا مهال نړيواله منډۍ كښې د برينټ خام تيل بيعه ۱۲۳ ډالره يو بيرل ده ، په دې وجه پټرول او د پټروليم مصنوعات بيعې هم زياتې شوي،په دې تناظر كښې حكومت دوه ځله د پټرول بيعه كښې ۳۰، ۳۰ روپۍ يو ليټر اضافه كړې.

دوي ووئيل چې ووئېل دا الميه ده چې عمران خان د تللو څخه وړاندې پټرول آرزان كړې ؤ، عمران خان وګړو له چيك وركړے ؤ خو روپۍ ورسره نه وي، موجوده حكومت دا مشكل پريكړې كړې، د لوي څښتن په مهربانۍ سره مونږ هېواد د ديواليه كيدو څخه بچ كړے،اوس مونږ د استحكام په لاره راغلې يو او انشاء الله ډير زر به د استحكام منزل ته ورسوو ۔د خزانې وزير ووئيل كوټلي اقتصادي نمو لپاره به هڅې كولې شي دغسې چې د دې په نتيجه كښې بيا بيا د ادائيګيو توازن او روانو حسابونو كھاتو كښې د خسارو مسئلو سره نه مخ كېږو،تير وخت كښې حكومتونو چې كومې غلطۍ كړې هغه دا دي چې شتمندو له مراعات وركړے شوي دغسې چې معيشت مخ په وړاندې لاړ شي ٬ د دغې نتيجه دا رامخې ته شوې چې زمونږ درآمدات زيات شي ځكه چې مالدار كسان زياتره درآمدي څيزونه اخلي،مونږ دا ګڼو چې غريب او مينځنۍ درجې طبقو له مراعات وركولو سره زرعي او د هېواد پيداوار زيات شي.

د خزانې وزير ووئيل دا مهال زمونږ ۸۰ فيصده صنعتونه ځائې كھپت لپاره مصنوعات جوړوي،نوې مالي كال وفاقي بجټ كښې مونږ دا هڅه كوو چې برآمدي صنعتونو له زياته وده وركړې شي۔ مفتاح اسماعيل ووئيل د توان بيعې زياتي شوې دې لپاره صنعتونو له ګاز وركولو كښې مشكلات رامخې ته كيدل خو دا خبره خوشبينه ده چې دا مهال هېواد كښې صنعتونو ته ګاز ترلاسه كېږي، پخواني حكومت كه د تورونو لګولو او وګړي په زندانونو كښې اچولو په ځاے د كووډ په مهال چې كله نړۍ كښې ايل اين جي او تيل آرزان وؤ ،د اوږدې مودې سودا كړې وه نو مونږ به د پټرول او ډيزل بيعه زياتولو ته حاجت نه لرلو ، ده ووئېل پخواني حكومت د سي پيك سره ناروا سلوك كړے، د كورنيو چارو پخواني وزير شيخ رشيد هم د دې خبرې اعتراف كړے چې عمران خان د نوې حكومت لپاره مائنونه په ځائې كړې وؤ، حقيقت كښې دغه مائنونه زمونږ حكومت لپاره نه بلكه د د رياست پاكستان په ضد ؤ، عمران خان هېواد او معيشت ته زيان رسولے.

د خزانې وزير ووئيل نيغ په نيغه بهرنۍ سرمايه كارۍ كښې اضافې ته خاص پام لرنه كوو،دغسې چې د محصولات حجم او بنياد كښې پراختيا لپاره اقدامات وكړې شي، ۲۰۱۷-۱۸ كښې د جي ډي پي په لحاظ سره د ټيكسونو شرح ۱۱.۱ فيصده وه ، د پي ټي آئي په درې كلونو كښې دغه هدف ترلاسه نه كړے شو، ، يو جوهري هېواد لپاره د جي ډي پي تناسب سره د ټيكسونو او برآمدات شرح ۱۵، ۱۵ فيصده ضروري ده۔ د خزانې وزير ووئيل زمونږ برآمدات زيات كم دي ، وفاقي حكومت خساره ۵۱۰۰ اربه روپو څخه زياته ده، عمران خان حكومت ۲۰ زره اربه روپو قرض څلور كلونو كښې اخستے ، زمونږ ۱۹ وزيرا اعظمانو او صدررانو چې څومره قرض اخستے د هغې ۸۰ فيصده يواځې عمران خان اخستے.

د خزانې وزير ووئيل نوې مالي كال كښې د قرضو په لړ كښې ۳۱۰۰ اربه روپۍ دغسې د سود په لړ كښې ۳۹۰۰ اربه روپۍ بيرته وركول دي، د پي ټي آئي په وړومبي كال كښې مالياتي خساره ۹.۱ فيصد وه، دويم كال كښې منفي ګروتھ شوے دغسې د جي ډي پي تناسب سره د ټيكسونو شرح هم كمه شوې, د خزانې وزير ووئيل زمونږ لپاره تر ټولو لوي چيلنج ۲.۴ فيصده شرح څخه زياتې شوې آبادۍ له روزګار او بنيادي سهولتونه وركولو لپاره د كوټلې پرمختګ اهداف سر كول دي ، د نوې مالي كال وفاقي بجټ كښې مونږ هڅې كوو چې ګروتھ كوټلے كړے شي دغسې چې مونږ د روانو حسابونو كھاتو خسارې او ادائيګيو كښې توازن په شان بحرانونو سره نه مخ كېږو.

د يوې پوښتنې په ځواب د خزانې وزير ووئيل آئي اېم اېف سره زمونږ خبري روانې دي، د بجټ نه پس آئي اېم اېف سره سټاف ليول لوظنامه به كولې شي،مونږ به په بجټ كښې د هېواد په ګټه داسې اصلاحات معارفي كوو كوم چې د آئي اېم اېف هم خوښ شي، مونږ د آئي ايم ايف سره درست شميرې شيئر كړي۔ د خزانې وزير آئي پي پيز له د ادائيګو نه وركولو خبر ترديد وكړو۔ده ووئيل نوې مالي كال په وفاقي بجټ كښې كفايت شعارۍ ته به وده وركولې شي دغسې د ګرانۍ په تناسب سره به د هغه سركاري ملازمانو په تنخاګانو كښې اضافه كولې شي د كومو په تنخاګانو كښې چې وړاندې اضافه نه ده شوې.

د منصوبه بندۍ، پرمختګ ، اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال په دې موقع ووئيل اقتصادي جائزه رپورټ ۲۰۲۲ كښې زمونږ د حكومت دوه مياشتې دي، په دې كښې د اهداف او حقيقي شميرو په خپلو كښې ملاپ نشته ځكه چې كله اهداف اېښودلے شوے ؤ نو دې نه پس ري بيسنګ شوے ؤ ، چې په كوم بنياد اهداف اېښودلې شوې دي د هغې له مخې كه تعين وكړے شي نو شميرې به بدلولې شي۔ د ووئيل د سركاري څانګې سرمايه كارۍ او ماليات د كوم هم هېواد په پرمختګ او سوكالۍ نيغ په نيغه اثر پريباسي ځكه چې دې سره د نجي څانګې سرمايه كارۍ ډاډګيرنه كېږي۔ده ووئيل روان مالي كال لپاره پي ايس ډي پي حجم ۹۰۰ اربه روپۍ اېښودلے شوے كوم چې وړاندې ۷۰۰ اربه روپۍ ته راوستلے شوے او كله چې تېر حكومت ختم شو نو د دې حجم ۵۵۰ اربه روپو ته راغلے حالانكه ۲۰۱۸ كښې مسلم ليګ (ن) يو زر اربه روپۍ پي ايس ډي پي پرېښودلے وو.

شیئر یې کړی