وفاقي حكومت به د مالي كال ۲۳-۲۰۲۲ وفاقي بجټ سبا پارليمان ته وړاندې كوي

وفاقي حكومت به د مالي كال ۲۳-۲۰۲۲ وفاقي بجټ (سبا)د جمعې په ورځ په پارليمان كښې وړاندې كوي٬كوم كښې چې د رامخې ته شوې د هېواد او نړيوالې منظرنامې په تناظر كښې مالي استحكام٬په خساره كښې كمے٬په برآمدات كښې زياتوالے او د درآمدات متبادل ځاي مصنوعاتو تياري٬په كاروبار او سرمايه كارۍ كښې آساني او كركيلې ته پام لرنه شوې, د خزانې وفاقي وزير ډاكټر مفتاح اسماعيل به په قامي اسمبلۍ كښې بجټ وړاندې كوي.

د سرچينو ترمخه د نوې مالي كال وفاقي بجټ د كووېډ ۱۹ وبا او د روس يوكرين شخړې له امله په ټوله نړۍ كښې د راپیدا شوې معاشي مشكلاتو ٬مسائلو او د هېواد په كچه رامخې ته ماليتي چېلنجونو تر مخه وړاندې كولې شي ٬په بجټ كښې د اولس ستونزې كمولو٬د زرعي څانګې پرمختګ او دا څانګه په جديد خطوط اډانه كولو٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او د دې څانګې په برآمدات كښې اضافه٬صنعتي پرمختګ او كاروبار او سرمايه كارۍ لپاره ښه او سازګال ماحول وركولو ته خاص اهميت وركړے شوے.

سرچينې وائي چې د مالياتي انتظام و انصرام قوي كولو سره په بجټ كښې اقتصادي استحكام و نمو٬غېر پرمختيائي خرڅونو كښې كمے٬د ملازمتونو موقعو كښې اضافه٬اولس دوسته پالېسو او د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ ته پام لرنه شوې۔د نوې مالي كال وفاقي بجټ كښې د وفاقي حكومت كلن پرمختيائي پروګرام(پي اېس ډي)حجم ۸۰۰ ارب روپۍ مقرر كولو تجويز وركړے شوے٬د دې نه به ۱۰۰ اربه روپۍ د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ له مخې خرڅ كولې شي۔د وزيراعظم شهباز شريف وژن په رڼا كښې د پرمختګ بنيادي ضرورتونو پشان د اوبو وسائلو ته ترقي وركولو له پي اېس ډي پي ته ترجيح وركړی شوې.

په بيلا بيلو راپورونو کښې سرچينو وئيلي چې ٬د اعلٰی تعليم څانګه هم د پي اېس ډي پي ترجيحي څانګه ده٬د دې له مخې به ځوانانو لپاره فنډز او وظائف كښې اضافه كولې شي۔بلوچستان د پرمختيائي بجټ مهم هدف دے٬بلوجستان ته به د نورو صوبو په مقابل كښې زيات پرمختيائي فنډز وركولې شي دغسې چې هلته روانې پروژې بشپړې كړې شي او نوې پروژې هم پېل شي۔د پخوانې فاټا ضم شوو ضلعو كښې د پرمختيائي پروژو لپاره ۵۰ اربه روپۍ فنډز د بېلولو تجويز دے۔د ذريعو له مخې د خزانې وفاقي وزارت او نورو اړوند وزارتونو او ډويژنونو لخوا د نوې مالي كال وفاقي بجټ لپاره چمتوالے بشپړ كړے شوے او دې ته حتمي شكل وركړے كېږي.

شیئر یې کړی