د قامي اقتصادي فورم د قومي وحدت مظهر دے, وزيراعظم شهباز شريف

قامي اقتصادي كونسل د مېكرو اكنامك فرېم ورك د كلن پلان ۲۳-۲۰۲۲م د راتلونكي مالي كال د معاشي شرح نمو پشمول د اهداف منظوري وركړې او وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي په بنيادي ودانې او انتظامي چارو كښې بهتري، بلا تعطل او ارزان توان، معياري تعليم او د روغتيا بنيادي اسانۍ د حكومت ترجيح ده، د ضرورت د څيزونو وركړه او د ګرانې كمولو هڅه دې وكړې شي، د غريبو سيمو پرمختګ لپاره دې خاص پروژې پېل كړې شي.

وزيراعظم شهباز شريف دا خبرې د قامي اقتصادي كونسل د غونډې مشري كولو په مهال وكړې. وزيراعظم ووئيل د قامي اقتصادي فورم د قومي وحدت مظهر دے او د دې بنيادي مقصد د مربوط هڅو د لارې وفاق قوي كولو لپاره قامي همغږي زياتول دي. بايد قامي اقتصادي كونسل عدم مساوات په نظر كښې وساتي او دا د وفاق او صوبو ذمه واري ده چې متوازن سيمه ايز پرمختګ لپاره خپل كردار ترسره كړي. وزيراعظم ووئيل د تېر وخت غېر دانشمندانه پاليسي اقداماتو په وجه داسې صورتحال پېدا كړے شوے چې بهرنيو او كورنيو چېلنجونو معاشي استحكام خطر سره مخ كړے. زمونږ حكومت ته په ورثه كښې داسې معيشت په لاس راغلے كوم چې يو شمېر چېلجونو سره مخ دے.

وزيراعظم ووئيل حكومت معيشت په سم پلو روان كړے، عدم توازن سمولو لپاره ئې هم اقدامات كړي. ده ووئيل د خلقو روزګار او د ژوند معيار ښه كول زمونږ د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي. وزيراعظم ووئيل په بنيادي ودانې او انتظامي چارو كښې بهتري، بلا تعطل او ارزان توان، معياري تعليم او د روغتيا بنيادي اسانۍ وركولو ته حكومت پام لرنه كوي ، د ضرورت د څيزونو وركړه او د ګرانې كمولو هڅه دې وكړې شي، د غريبو سيمو پرمختګ لپاره دې خاص پروژې پېل كړې شي. ده ووئيل حكومت د نړيوال معاشي ماحول او د هېواد د حالاتو په وجه د پېدا شوو كشالو څخه ښه خبر دے، حالات سخت ضرور دي خو ناقابل تسخير نه دي، مونږ د دې كشالو حل كولو عزم لرو او ټول ضروري اقدامات كوو.

دوي زياته کړه چې په يو شمېر څانګو كښې زمونږ د هڅو نتيجې راكخې ته كېدل پېل شوي. مونږ باور لرو چې مستحكم معيشت او د امنيت ماحول په ټوله نړۍ او منطقه كښې د امن او خوشحالې ضامن دے. په غونډه كښې د منصوبه بندې وزارت د قومي اقتصادي كونسل د كلن پلان ۲۲-۲۰۲۱م جائزه وړاندې كړه او د كال ۲۳-۲۰۲۲م د اهدافو په اړه ئې تفصيلي بريفنګ وركړو. كونسل د مالي كال ۲۳-۲۰۲۲ د كلن اهداف منظوري وركړه، د معاشي نمو هدف ۵ فيصد ساتلې شوے چې ۶ فيصد ته د رسولو هڅه به ئې كولې شي. كونسل د مېكرو اكنامك فرېم ورك پلان ۲۳-۲۰۲۲م منظوري هم وركړه. وزيراعظم هدايت وكړو چې د ضرورت د څيزونو وركړه او د ګرانې كمولو هڅه دې وكړې شي، د غريبو سيمو پرمختګ لپاره دې خاص پروژې پېل كړې شي.د كركيلې څانګې پرمختګ ته دې خاص پام وكړے شي. كونسل ته د پرمختيائي بجټ ۲۲-۲۰۲۱ جائزه هم وړاندې كړې شوه.

كونسل مالي كال ۲۳-۲۰۲۲م لپاره د ۸۰۰ اربه روپو د پرمختيائي بجټ بېلولو تجويز منظور كړو.دغسې كونسل پرېكړه وكړه چې په پرمختيائي بجټ كښې ۶۰ فيصده به په روانو پروژو او ۴۰ فيصده به په نويو پروژو خرڅ كولې شي. وزيراعظم ووئيل د غريبو سيمو پرمختګ لپاره دې خاص پروژې پېل كړې شي چې پكښې د بلوچستان ضلعې هم شاملې وي. وزيراعظم دا هدايت هم وكړو چې په پي اېس ډي پي كښې دې مهمې او لوئې پروژې شاملې كړې شي كومې چې د هېواد په پرمختګ كښې مرسته وكړي. كونسل د پرمختيائي فورمونو چې پكښې سي ډي ډبليو پي، اېكنك او ډي ډي ډبليو پي شامل دي، د پرمختيائي پروژو د منظورې د نظرثاني شوو اختياراتو منظوري هم وركړه

شیئر یې کړی