د قامي ايكسپورټ صنعتي زون جوړولو لپاره به سرمايه كارو ته وړيا زمكه وركولې شي٬ شهباز شريف

وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي د سياسي استحكام نه بغېر معاشي استحكام نشي راتلے٬ په برآمدات اډانه صنعت٬ايګري انډسټريل انويسټمنټ٬د انفارمېشن ټېكنالوجي په برآمدات كښې زياتوالي او د تجديد وړ توان ترلاسه كولو ته مونږ پام لرنه كوو٬د قامي ايكسپورټ صنعتي زون جوړولو لپاره به سرمايه كارو ته وړيا زمكه وركولې شي٬په پالېسو كښې د تسلسل لپاره ميثاق معيشت ضرورې دے٬د هېواد پرمختګ لپاره به كليوالو سيمو ته پرمختګ وركول وي٬د كركيلې څانګه د هېواد تقدير بدلولې شي٬صوبو سره به په ګډه جامع پلان جوړولې شي٬د معاشي حكمت عملۍ په تيارۍ كښې به د كاروباري طبقې څخه لارښونه ترلاسه كولې شي.
د دې خيالاتو څرګندونه ده پري بجټ بزنس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړې, وزيراعظم ووئيل په كنفرنس كښې د ټولو ګډون كوونكو مننه كوم٬د هغوي لخوا د راكړے شوو وراندېزونو هركلے كوم٬د هېواد پرمختګ لپاره د سوادګرو او پوهانو خذمات د ستائنې وړ دي٬د هغوي لخوا په راكړو تجاويز به حكومت عملي جوړوو ۔وزيراعظم ووئيل د ۹۰ په لسيزه كښې د پاكستان روپۍ قدر د هند كرنسۍ څخه ښه ؤ ٬په تېر وخت كښې هند زمونږ د پرمختيائي پروژو تقليد كړے.
وزيراعظم ووئيل د هېواد پرمختګ لپاره به كليو والو سيمو ته پرمختګ وركول وي٬د پاكستان د آبادۍ ۶۵ فيصده سيمه كليواله ده۔مونږ له به هلته كركيلې ته ترقي وركول وي٬ دغسې چې كلي والې سيمې پرمختګ وكړي۔وزيراعظم ووئيل كركيله يوه داسې څانګه ده كومه چې د پاكستان پرمختګ ته وده وركولې شي٬مونږ د څلور نيم ارب ډالره پام آئل ډرآمد كوو٬ولې د دې پیداوار زمونږ په هېواد كښې نشته ؟ ٬ ده ووئېل زمونږ په هېواد كښې د هېڅ څيز كمے نشته٬مونږ له به په جديد ټېكنالوجۍ خپله غله زياتول وي۔وزيراعظم ووئيل د كركيلې څانګه د هېواد تقدير بدلولې شي٬د معاشي حكمت عملۍ په تيارۍ كښې د كاروباري طبقې څخه لارښونه اخستلې شي.
شهباز شريف ووئېل د جديد ټېكنالوجۍ مرستې څخه د هېواد پېداوار زياتېدې شي٬د اتلسم بدلون نه پس د وسائلو زياته برخه صوبو ته تللې او وفاق سره لږه برخه پاتې شوې٬صوبو سره به په ګډه جامع پلان جوړولې شي٬ دې لپاره به په هر قدم د بزنس كميونټۍ لارښودنې ضرورت وي, وزيراعظم ووئيل په برآمدات اډانه صنعت٬ايګري انډسټريل انويسټمنټ٬د انفارمېشن ټېكنالوجي په برآمدات كښېزياتوالي او قابل تجديد توان ترلاسه كولو ته پام لرنه كوو٬په دې لړ كښې تركيې٬چين او جاپان سره خبره شوي, ده ووئيل د آئي ټي صنعت ته وده وركولو سره برآمدات ۱۵ اربه ډالرو ته د رسولو هدف د آئي ټي وزارت ته وركړے شوے۔د هند د آئي ټي برآمدات د ۲۰۰ اربه ډالرو دي او د دې په مقابل كښې زمونږ برآمدات د ۴ ارب ډالرو نه هم كم دي.
وزيراعظم ووئيل كه مونږ اتومي قوت جوړېدو شو نو زرعي او صنعتي قوت ولې نه شو جوړېدے۔ده ووئيل په غېر ضروري درآمدات بندېز لګولو سره د كال دوه نيم اربه روپۍ بچت كړې شوي٬غېر پرمختيائي اخراجات به كمول وي۔وزيراعظم ووئيل ده د نجكارۍ كمېشن غونډه رابللې۔ده ووئيل اتحادي حكومت د رائے اختلاف باوجود هم قامي ګټې له د سختو پريكړو ملاتړ كړے٬مونږ به دا زغل ګټو٬سخت او مشكل وخت ضرور دے ٬په دې هېواد كښې تل غريبې طبقې سختۍ زغملې دي ٬ ده ووئېل د اولس د ښېګړی پروژو د لارې به د غريب وګړي تقدير بدل كړو٬مونږ به ۷ كروړه كسانو ته د مياشتنې دوه زره روپۍ وركوو.
دوي ووئيل د ايثار جذبې له مخې به مونږ ته د غريب وګړي احساس لرل وي, رئيل سټېټ سره چې كومې نان پروډكټيو اثاثې دي٬هغه په ټېكس نېټ كښې راوستل ضروري دي, وزيراعظم ووئيل په نړۍ كښې زمكه محدود ده مونږ يې نه شو زياتولې٬له بده مرغه زمونږ ښارونه غزېږي٬د دې په مقابل كښې د اروپاﺀ٬چين او تركيې پشمول نور هېوادونه د كثيرالمنزله ودانيو پلو روان دي٬مونږ له به هم دغې پلو تلل وي٬ ده ووئېل مونږ ته زرعي مقاصدو لپاره زمكه پكار ده۔ده ووئيل سياسي مفادات او مقاصدو لپاره به په ټاكنو كښې د يو بل په ضد دريځ وركوو٬مونږ تل په يوه دائره كښې سياست كړے, د دوست هېوادونو مرورتيا او داغونه ختمول دي٬د هغوي په اعتماد كښې اخستو سره هڅې كوو.