نړيواله رورولي دي د افغانستان مالي مرسته يقيني کړي, بلاول بهټو زرداري

پاكستان او المان دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو ته صلاح شوي او وئېلې يې دي چې د افغانستان د صورتحال اثرات به د پولو نه بهر هم مرتب كېږي٬ د افغانستان معاشي صورتحال خراب دے او مونږ به په موجوده وضعه كښې د افغانستان اولس يوازې نه پرېږدو٬ دا صلاح د دواړو هېوادونو د خارجه وزيرانو ترمېنځه په خارجه وزارت كښې په شوي ملاقات كښې راغلې ده, خارجه وزير بلاول بھټو زرداري او د المان خارجه وزيرې انالينا بيئربوك د ملاقات نه پس شريك خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې ووئيل چې دواړه هېوادونه به دوه اړخيزه او شريكې مرستې ته لا وده وركوي.

د بهرنيو چارو وزير وزير بلاول بھټو زرداري د المان خارجه وزېرې ته پاكستان ته په راتللو هركلے اووې, په دې مهال خپله وېنا كښې ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لسيزو اړيكې قائم دي، مونږ په اروپائي ائتلاف كښې هم همكاران يؤ، دواړه هېوادونه به په افغانستان كښې امن او استحكام او د بشري بحران لاره نيولو لپاره په ګډه كار كوي۔ ده ووئيل د المان خارجه وزيرې سره په دوه اړخيزه اړيكو٬ تجارت او د سرمايه كارۍ نه علاوه د دفاعي مرستې په زياتولو هم خبرې شوې دي٬د افغانستان په وضعه هم د خبرو اترو د لارې غور وكړے شو٬ده په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو نه د المان وزيره خبر كړه.

بلاول بھټو زرداري ووئيل مونږ سوله ايز او سوكاله افغانستان غواړو, د المان خارجه وزېرې په دې موقع ووئيل د افغانستان د صورتحال اثرات به د د پولو نه بهر هم مرتب كېږي, دې په تود هركلي كولو د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري مننه وكړه, دې ووئيل پاکستان ګڼ شمېر افغان كډوالو ته د ډېرې مودې راهسې پناه وركړې او د المان پشمول يۍ د بېلا بېلو هېوادونو افغانستان څخه په دې وروستيو كښې په وتلو كښې مرسته كړې, دې ووئيل په موجوده وضعه كښې به افغان اولس يوازې نه پرېږدو۔ د دې نه وړاندې د پاکستان او المان خارجه وزيرانو ترمېنځه د دواړو هېوادونو په اړيكو٬ په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه.

د المان خارجه وزيره انالينا بيئربوك دا مهال د پاكستان وړومبنۍ دوره كوي ٬ دا د پاكستان خپل همڅنګ بلاول بهټو زرداري په بلنه د اسلام آباد په دوه ورځنۍ دوره راغلې, د المان خارجه وزيره به د خپلې دورې په مهال وزيراعظم او نورو حكومتي عهدېدارو سره هم ملاقات كوي, دا خبره د ذكر وړ ده المان په دوه اړخيزه او د اروپائي ائتلاف په تناظر كښې د پاکستان د قدر وړ ملګرے دے٬ د پاکستان او المان ترمېنځه د لسيزو راهسې٬ په زړه پورې اړيكې قائم دي كومې چه په شريك احترام او نزدې مرسته اډانه دي، پاکستان او المان تېر كال د سفارتي اړيكو ۷۰ كاله بشپړ كړي, د المان خارجه وزيرې انالينا بيئربوك د پاكستان دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې د باقاعده تبادلو برخه ده او هيله ده چې دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه ګڼ اړخيزه اړيكې لا وده ومومي.

بلاول بهټو ووئيل پاکستان د کشمير مسئله د کشميريانو د هيلو او د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د حل كولو خواهش لري، نړۍ دې په هند كښې د اسلامو فوبيا او د واكمن بي جے پي مشرانو لخوا د توهين آميز ريمارکس نوټس واخلي٬ دې سره نه يوازې د پاكستان بلكې ګرده نړۍ كښې د مسلمانانو جذبات مجروح شوي۔ ده ووئيل د يوکرائن مسئله د خبرو اترو او سفارتکارۍ د لاره حل لټولو ته اړتيا ده، پاکستان يوكرائن ته د بشري خواخوږۍ له مخې څلور الوتكې خوراك او داروګان لېږلې دي۔ د المان خارجه وزيرې انالينا بيئربوك په دې موقع ووئيل موسمياتي بحران دا مهال لوي خطر دے٬ د يوكرائن جنګ په نتيجه كښې د څيزونو بيعې زياتې شوي۔ دې ووئيل د افغانستان معاشي صورتحال خراب دے او مونږ په موجوده وضعه كښې به د افغانستان اولس نتها نه پرېږدو.۔۔

شیئر یې کړی