د جاپان كمپنۍ دې پاكستان كښې د سرمايه كارۍ څخه ايكسپورټ انډسټري په جوړولو كار وكړي٬ شهباز شريف

د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت په پاكستان كښې د جاپان كمپنو ته د رامخې ته شوو ټولو مسئلو حل لپاره په بېړڼي بنيادونو كمېټۍ جوړې كړي شوې ٬ وزيراعظم سپارښتنه كړی وه چې جاپاني كمپنو ته دې رامخې ته شوې ټولې مسئلې په يوه اونۍ كښې دننه حل كړے شي او ماته رپورټ وړاندې كړئ ٬ دغسې ايكسپورټ پراسيسنګ زونز ټېكس فري كولو لپاره په سمدستي توګه اقدامات وكړے شي.

د وزيراعظم مېډيا آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سره د جاپان كمپنو پلاوي ملاقات كړے, په دې موقع وزيراعظم ووئيل د جاپان پلاوي له بلنه وركوم چې هغوي په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ او تجارت ودې لپاره د پاكستان ډېره زر دوره وكړي٬په پاكستان كښې دې د جاپان كمپنۍ د خپلې سرمايه كارۍ څخه ايكسپورټ انډسټري په جوړولو كار وكړي٬په تهر كښې د كوئلې٬چينوټ كښې د اوسپنې ذخيرې٬د تجديد وړ توان٬انفراسټركچر او پبلك ټرانسپورټ كښې سرمايه كاري او د مرستې پراخا موقعې موجود دي.

دا ملاقات د وزيراعظم ټولو ځايې او نړيوالو كاروباري او تجارتي سټيك هولډرز سره د بجټ په لړ كښې د ملاقاتونو يوه كړۍ ده, په جاپاني پلاوي كښې په پاكستان كښې د جاپان سفير ميتسوهير وواډا٬ د جاپان كمرشل اتاشي او ټولې لويې صنعتي او تجارتي څانګو كښې كار كوونكو د جاپان كمپنو استازو ګډون كولو, د دې نه علاوه په غونډه كښې وفاقي وزيرانو خرم دستګير٬مفتاح اسماعيل٬مخودم مرتضٰی محمود او اړوند اعلٰی چارواكو ھم موجود وو, په دې مهال د جاپان كمپنو د وزيراعظم شهباز شريف د وژن له مخې د موجوده حكومت په كاروبار دوسته پالېسو د بشپړ اعتماد څرګندونه وكړه.

شیئر یې کړی