پاکستان ”يواځي يوه زمكه ” په تھيم د نړيوالي ورورولۍ سره ولاړ دې, د خارجه دفتر وياند

د بهرنيو چارو دفتر وياند د دې عزم پخلې وكړو چې پاکستان ”يواځي يوه زمكه ” په تھيم د ماحوليات نړيوالې ورځ ۲۰۲۲ لمانځلو كښې د نړيوالي ورورولۍ سره ولاړ دي, سږ كال د ماحوليات نړيواله ورځ مهمه ده ځكه چې په ۱۹۷۲ كښې انساني ماحوليات د ملګرو ملتونو کنفرنس ۵۰ كاله پوره كېږي، دا د ماحوليات په اړه وړومبې نړيوال ميټنګ ؤ او د ملګرو ملتونو ماحولياتي پروګرام (يو اين اي پي) د جوړيدو سبب وګرځيدو، ۱۹۷۲ د ملګرو ملتونو کنفرنس غږ ”يواځي يوه زمكه ” ؤ ، ۵۰ كاله پس دا حقيقت اوس هم برقرار دې چې په زمكه زمونږ يو كور دې.
وياند د ماحوليات نړيوال ورځ په موقع بيان كښې وئيلي چې تيرو ۵ لسيزو راهسې نړۍ دا ورځ د ماحولياتي چيلنجونو په اړه اولسي بيدارۍ ودې لپاره تر ټولو لوئ نړيوال پليټ فارم په توګه لمانځي, موسمياتي خطر سره مخ سرفهرست لسو هېوادونو كښې د يو هېواد په هيڅ پاکستان د موسمي بدلون مخنيوي ، حياتياتي تنوع زيان مخنيوي او ريورس کولو ، آلودګي کمولو او ماحولياتي نظام بحالي لپاره نړيوالې هڅې مهمي ګڼي,پاکستان موسمي بدلون او ماحولياتي خطرو مخنيوي لپاره بشپړه اقدامات کولو له لوظي دې.